افغان کومانډو ځواکونو ١٢٠ داعشیان وژلي دي

په اچین ولسوالۍ کې په تیرو لسو ورځو کې د داعش ١٢٠ وسله وال وژل شوي دي.

افغان کومانډو ځواکونه او د قاطع ملاتړ نړیوال ځواکونه د اچین په اسدخېلو تنګي کې جګړه کوي.

د اچین ولسوال وایي چې په تېرو لسو ورځو کې د داعش ١٢٠ وسله وال وژل شوي دي او یوازي یو افغان سرتیری ټپي شوی دی.

په سیمه کې د چورلکو د بمبارۍ درانه غږونه اورېدل کېږي او د داعش ډلې یو شمېر جسدونه د جګړې په ساحه کې پاتې دي.

ځايی خلک وايي چې په دا ځل عملیاتو کې د اعش ډله په شا شوې، خو ډېر زیان یې ځايي وګړو ته رسیدلی او ګڼ کورونه یې ړنګ شوي دي.

تېره ورځ امریکايي چارواکو منلې وه چې په اچین کې د داعش ډلې سره په مخامخ جګړه کې یو امریکايي عسکر وژل شوی.