په افغانستان کې د طالبانو د نظام له نسکورېدو را وروسته دا مهال سلګونه رسنۍ فعالیت کوي.
د بیان ازادۍ په برخې کې دغه هېواد د نړۍ په نسبتآ مخکښو هېوادونو کې شامل دی او د د ایران او پاکسان په ګډون د خپلو شپږو ګاونډیو هېوادونو په پرتله په کې د رسنیو آزادي ډېره ده.
خو د اوږدې جګړې وروسته او پر اداري فساد د نړۍ د تر ټولو ککړو هېوادونو په لست کې د افغانستان شتون د دې باعث شوی چې افغان خبریالان په خپل رسنیز فعالیت کې یو لړ سانسور ته اړ کړل شي.
په دې اړه مو افغانستان کې د یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو خبریالانو سره خبرې کړي او د دوی فعالیت او شته ستونزې مو راسپړلې دي.
د سانسور ډولونه
کاري مصونیت یا د رسنیو خاوندانو له خوا سانسور ته اړ ایستل او د زورواکانو ګواښونه هغه څه دي چې د افغان خبریالانو په وینا دوی سانسور ته اړ باسي.
د ملي راډیو تلویزیون خبریال شاه پور بختیار امریکا غږ ته وویل: "په عموم کې ویلی شم چې د افغانستان په رسنیو کې سانسور شته. د دې لپاره چې خبریال سم ملاتړی نه لري نو دی د زورواکو او چارواکو د ګواښونو له کبله حقیقت نشي ویلی. بل دا چې د ځینو رسنیو خاوندان یو خبریال اړ کوي تر څو په کار کې محافظه کاري وکړي."
هغه زیاته کړه افغانستان کې د بیکارۍ له امله د رسنیو ځینې خاوندان خبریالان اړ باسي تر څو د دوی په خوښه کار وکړي او که د دوی امنیت ټینګ و د زورواکو او ځینو چارواکو د اخطارونو له امله به سانسور ته نه اړ کېدل.
ښاغلي بختیار خپله یوه تجربه امریکا غږ سره شریکه ګړه: "په ننګرهار کې مې د داعش ډلې په اړه رپوټ چمتو کړ. کله چې کابل ته را روان وم په لاره کې نا پیژاندو کسانو راباندې برید وکړ. وې وهلم او کیمره یې رانه واخیستله. وې ګواښلم که چېرې دغه قضیه رسمي کړم د کورنۍ نورو غړي به مې له خطر سره مخامخ شي.
آیا خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې تعقیب کیږي؟
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال عبدالمنان شیواي شرق وايي چې موږ د خپلواکو رسنیو موجودیت او د دغه موجودیت ننګې ته ژمن یو.
نوموړی وایي: "موږ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې څېړو. خو ځینې وخت داسې هم شوي چې د قضیې د څېړلو په جریان کې خپله خبریال له دې کاره لاس په سر شوی."
خو شاه پور بختیار وايی: "خبریال ته د تاوتریخوالي د څېړلو لپاره اته کاله وروسته هم د حکومت له خوا احوال ورکړل شوی چې دوی یې د قضیې څېړل پیلوي. له دې څېړلو ګټه به څه وي؟"
دا چې افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې دي او د مفسدو هېوادونو په ډله کې دی نو ښايي دغه ډول څېړنو ګټه نه وي کړې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال زیاته کړه چې د حکومت له خوا پر رسنیو او خبریالانو د سانسور په اړه کوم محدودیت نشته خو ځینې رسنۍ لرو چې د خپلو ګټو لپاره سانسور کوي.
ښځينه خبریالانې څه ستونزې لري؟
افغانستان یوه سنتي ټولنه ده، ډېرو ښځینه وو خبریالانو د دغه سنت د ماتولو وروسته په رسنیو کې فعالیت پیل کړی.
یو شمېر ښځینه خبریالانې وايي د دوی په نامه خواله رسنیو کې جعلي حسابونه جوړیږي یا هم د خبریالې په صفت د اړیکو درلودل ورته سرخوږی جوړوي.
مسکا نیازۍ د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون خبریاله وايي: "کله چې رسنیو کې لږه مشهوره شې نو په نوم دې جعلي اکونټونه جوړیږي او له دغو حسابونو له لارې شخصیتونو ته سپکاوي کیږي."
کابل کې د بي بي سي خبریاله نجما ځلا وايي د دې لپاره چې معتبرو خبري سرچینو ته لاسرسی ولرې باید پراخې اړیکې ولرې:"خو که ته خبریاله اوسې، دا کار په اسانه نه شې کولی. ځکه ځینې وختونه ستا د اړیکو نه ناسم مفهوم اخیستل کیږي."
هغې زیاته کړه چې د خبریالۍ په کار کې یې دغې ټولنیزې ستونزې د لا ودې مخه نیولې ده.
نۍ یا د ازادو رسنیو د ملاتړ دفتر وايي چې افغانستان کې یوازې په ۲۰۱۹کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۵پېښې ثبتې شوي دي. په دغو پېښو کې ۱۰د وژلو او پاتې د وهلو او ګواښونو پېښې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د یمن، سوریې او عراق په شمول د هغو هېوادو په لیست کې دی چې خبریالي پکې ډېره خطرناکه دنده ګڼل کيږي.
افغانسان کې څومره رسنۍ فعالیت کوي؟
د افغانسان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو پر اساس دغه هېواد کې ۱۲۱تلویزیونونه، ۲۶۴راډیویي ستیشنونه، ۱۳۳۱چاپي نشریې او ۳۳رسمي ویبسایټونه فعالیت کوي.
د دوی ډېر یې په کابل کې دي چې لسګونه زرګونه خبریالان او کارکوونکي لري.