د بندیزونو څخه د بچ کیدو په خاطر عراق ایران ته د ګازو په بدل کې تیل ورکوي

د عراق لپاره ایراني ګاز ځکه مهم دي چې د دې هیواد برښنا کوټونه پرې فعال وي.

د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني وایي د یو میکانیزم له مخې چې د متحده ایالاتو سره پرې موافقه کړې د ایران څخه د ګازو واردولو په بدل کې به دې هیواد ته د نغدو پیسو پر ځای تیل ورکوي.

د ایران ګاز په عراق کې د برښنا د تولید لپاره مهم دي او د پیسو پر ځای د تیلو په ورکولو سره به د هغو بندیزونو څخه هم بچ شي چې واشنګټن په ایران لګولي.

د موافقې له مخې عراق د دې ګازو په بدل کې ایران ته په مستقیمه توګه نغدې پیسې نشي ورکولی او ایران هم باید دا پیسې په یو بانکي حساب کې وساتي او یوازې د خوراکي موادو او دارو درملو پیرولو لپاره ترې کار واخلي.


د پیسو د ورکړې همدې سیستم له کبله عراق د ایران دومره ډیر پوروړی شو چې ایراني چارواکو څو ځله د ګازو نلونه بند کړل او په بغداد ګاز بند شول.

له یوې خوا څو لسیزې جګړې او له بلې خوا نړیوالو بندیزونو عراق چې د تیلو له پلوه غني هیواد دی باید د خپلې برښنا دریمه برخه اړتیا د ایران څخه په وارد شوي ګاز پوره کړي، له بلې خوا پراخ اداري فساد او له کاره لویدلې زیربنا هغه څه دي چې دا هیواد یې اړ کړي د نورو هیوادونو څخه ګاز وارد کړي.

د عراق صدراعظم په یوې تازه تلویزیوني مرکې کې ویلي چې لس ورځې وړاندې ایران پدې هیواد د ۱۲ ملیاردو ډالرو نه تر لاسه کولو له کبله ګاز بند کړی و ځکه دا پیسې د عراق په یو بانک کې جمع شوې وې او تهران ترې ګټه نشوی اخیستی.

د عراق صدراعظم دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې بغدا او تهران د څو ورځو خبرو اترو وروسته د سه شنبې په ورځ یوه موافقه لاسلیک کړه په عراق کې د برښنا کوټونو لپاره د سون موادو برابرولو لپاره به ایراني تیل وارد شي او په بدل کې به یې ایران ته خام تیل ورکړل شي.
د ایران لخوا په عراق ګاز پداسې حال کې بند شوی و چې د اوړي په موسم کې په ځینو ځایونو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په حساب ۵۰ درجو ته رسیدلې وه.

د عراق صدراعظم وویل ایران پرې ځکه ګاز بند کړی و چې امریکا اجازه نه وه ورکړې د ګازو په بدل کې پیسې دې هیواد ته ولیږدول شي.

ښاغلي السوداني د پیسو د لیږد دا میکانیزم پیچلی وباله او زیاته یې کړه چې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت طرزالعملونو او بندیزونو دا چارې لا ډیرې سختې کړیدي.

د عراق صدراعظم همدرانګه وویل چې ددې ټولو ستونزو سره سره یې وکړی شو چې ایران ته څه موده وړاندې د ګازو ۱.۹ ملیارد ډالر ورکړي خو دا یې ندي ویلي چې دا پیسې څرنګه ورکړیدي.

عراق یوازینی هیواد ندی چې د ایران څخه ګاز د بارټر یا جنس د جنس په بدل کې سوداګرۍ له مخې اخلي. تر دې وړاندې پاکستان هم د ایران، افغانستان او روسیې څخه په دریو واړو یې امریکا بندیزونه لګولي جنس پر جنس سوداګري ته اجازه ورکړه.

پاکستان ویلي وو چې د یو میکانیزم له مخې ۲۶ بیلا بیل مواد لیست شوي چې په پاکستان کې شخصي او دولتي شرکتونه کولی شي افغانستان، ایران او روسیې ته یې صادر کړي او په بدل کې به یې پاکستان د دغو دریو واړو هیوادونو څخه خام تیل، طبیعي مایع ګاز، میوه، غنم، صنعتي ماشین آلات او سبزیجات وارد کړي.