عراق د ټلګرام پیغام رسولو خدمات د ملي امنیت د اندیښنو له امله وځنډول

د عراق حکومت د یکشنبې په ورځ، اګست شپږمه (زمري ۱۵) د "ملي امنیت" د اندیښنو له امله د ټلګرام اپلکیشن د پیغام رسولو خدمت بند کړ، هغه اقدام چې په هغه هیواد کې ایران ته نږدې عناصرو پرې په پراخه کچه انتقاد کړی دی.

خو ددې سره سره د ټلګرام خدمتونه د هغو کاروونکو لپاره چې د (VPN) د خصوصي مجازي شبکې نه کار اخلي د لاسرسي وړ دي.

د عراق د مخابراتو وزارت ویلي یې دي چې د ټلګرام خدماتو ځنډول "د اتباعو د شخصي معلوماتو د خوندي ساتلو" لپاره اړین وو. دغه وزارت ویلي چې د ټلګرام اپلیکیشن د کاروونکو د محرمیت څخه سرغړونه کوله.

د عراق حکومت ویلي دي چې "د بنسټونو او اشخاصو د معلوماتو افشا کولو، چې ملي ګټو او ټولنیزې سولې ته ګواښ رامنځته کوي" په اړه د پرله پسې غوښتنو سره سره ټلګرام په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.

ټلګرام په عراق کې یوه مشهوره ټولنیزه شبکه ده او ایران ته نږدې وسله والې ډلې او سیاسي ګوندونه دغه شبکه د افواهاتو د خپرولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.

په ټلګرام کې یو مشهور چینل ددې شبکې د ځنډولو په اړه د عراق د حکومت پر پرېکړې نیوکه کړې ده. دغه چینل چې څه دپاسه ۳۳۰ زره کاروونکي لري همداشان د عراق حکومت د ایران اسلامي جمهوریت ته نږدې ګوندونه د "ازادۍ په سلبولو‌" تورنوي.

عراق له لسګونو جګړو وروسته یو څه ارام شوی، خو د دغه هېواد مقامات تل د نادولتي سازمانونو او فعالانو له خوا د بیان د ازادۍ په ځپلو تورن شوي دي.

تیره میاشت، د بخښنې نړیوال سازمان اندیښنه څرګنده کړه چې د عراق حکومت پلان لري چې د هیواد پارلمان ته دوه لایحې وړاندې کړي چې تصویبول به یې "د بیان د آزادۍ او سوله ایزو غونډو د جوړولو حق سخت محدود کړي."

د ټلګرام خدمات په تیرو وختونو کې د یو شمیر نورو هیوادونو لخوا هم بند شوي وو. د دې کال په اپریل کې، برازیل د لنډ وخت لپاره د ټلګرام خدمتونه وروسته له هغه بند کړل چې دې شبکې د نیو نازي ډلو په اړه د معلوماتو ورکولو څخه چې پدې شبکه کې فتالې دي، ډډه وکړه.