د عراق ستره محکمه وایي متقاعد قاضي محمد عریبشی الخلیفه د کرونا په ویروس تر اخته کیدو وروسته د ۵۲ کالونو په عمر مړ شو.
ښاغلي الخلیفه د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین د محاکمې مشري کوله.
سترې محکمې ویلي چې قاضي الخلیفه ته په کرونا ویرس تر اخته کیدو وروسته روغتیایي ستونزې پیدا شوې وې او د بغداد په یو رغتون کې مړ شوی.
محمد عریبي الخلیفه په ۱۹۹۲ کال کې د بغداد پوهنتون د د حقوقو د پوهنځي نه فارع شوی و او په ۲۰۰۰م کال کې د جمهوري ریاست د ځانګړي فرمان له مخې قاضي وټاکل شو.
دا قاضي په ۲۰۰۴ کال کې وروسته تر هغه مشهور شو چې د صدام حسین په محاکمې کې د تحقیق کوونکي قاضي په توګه وټاکل شو.
الخلیفه وروسته د هغه د محاکمې مشر شو چې په صدام حسین، د هغه په وراره، علي حسن المجید او پنځو نورو کسانو د ډله ایزې وژنې قضیه یې څیړله.
پدې کسانو تور و چې د ۱۹۸۷ او ۱۹۸۸ کالونو تر منځ یې کردي یاغیان وژلي و.
څارنوالانو شک درلود چې پدې کمپاین کې ۱۸۰ زره کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان وو او په زهرجنو ګازو وژل شوي وو.
محکمې صدام حسین پدې قضیه کې مجرم ثابت کړ او د مرګ په سزا یې محکوم کړ. هغه د ۲۰۰۶ کال د ډسمبر د میاشتې په ۳۰ مې اعدام شو.