د عراق یوې محکمې د البغدادي د میرمنې د اعدام حکم صادر کړ

 اعدام

د عراق قضائیه قوې د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۰ (سرطان ۲۰) اعلان وکړ چې د دغه هېواد یوې محکمې د اسلامي دولت د ډلې یا د داعش د پخواني مشر ابوبکر البغدادي مېرمنې ته له داعش ډلې سره د کار کولو او په خپل کور کې د ایزدي میرمنو د بندیانولو په تور د اعدام سزا حکم صادر کړی.

د عراق سترې قضایي شورا وویل چې دغه ایزیدي ښځې د نینوا ولایت په لویدیځ کې د سنجار په سیمه کښې د داعش ډلې له خوا تښتول شوې وې او په موصل کښې د دغې میرمنې په کور کې بندیانې وې.

د البغدادي مېرمن چې د عراق قضائیه قوې یې نوم نه دی په ډاګه کړی، اوسمهال په عراق کې زنداني ده.

د محکمې یو مقام چې د خبرو کولو د اجازې د نه درلودلو په خاطر یې د نوم له څرګندولو ډډه کوله، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې، جنایي محکمې "د البغدادي مېرمن د بشریت ضد جرمونو، د ایزیدیانو د نسل وژنې او په ترهګریزو کړنو کې د ګډون له امله په مرګ محکومه شوې ده."

دغه چارواکي زیاته کړه چې دغه سزا باید د عراق د استیناف محکمې له خوا تصویب او عملي شي.

د داعش ډلې پخوانی مشر ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې د سوریې په شمال لویدیځ کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په برید کې ووژل شو.

البغدادي ځان د ټولو مسلمانانو "خلیفه" باله او د عراق او سوریې په لویه برخه یې له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې تر هغه پدې سیمې کنټرول درلود، چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ځواکونو د بریدونو له امله د اسلامي دولت د دلې یا داعش نفوذ کم شو.