په عراق کې د ماین یوې چاودنې ۱۸ تنه ووژل 

تصویر: ارشیف

په عراق کې چارواکي وايي چې په مرکز بغداد کې په یو مارکیټ کې دننه د چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس ته یو امنیتي چارواکي ویلي دي چې چاودنه د شیعه ګانو په یوې سیمې کې شوې ده.

وايي خلک د اختر لپاره د خوراکي موادو په اخیستلو بوخت وو چې چاودنه وشوه.

د عراق د کورنیو چارو وزرات په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ځای په ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له کبله یو شمېر خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي شاید د تلفاتو شمېر له ۱۸ څه زیات شي.

تر دې دمه لا چا د دغې چاودنې مسئولیت نه دی اخیستی. په بغداد کې د عملیاتو قوماندې ویلي دي چې په دې اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

څو میاشتې مخکې په بغداد کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې شاوخوا ۳۲ تنه یې ووژل. د داعش ډلې د دغو بریدونو مسئولیت اخیستی دی.