ملګري ملتونه: ایران پلان لري د غني شویو یورانیمو تولید د 'پام وړ توګه' ډیر کړي

د اتومي انرژۍ څار نړیوالې ادارې جمعه ډسمبر شپږمه (لیندۍ ۱۶) ویلي چې د ایران حکومت پلان لري په لوړه کچه د غني شویو یورانیمو تولید کې د پام وړ توګه ډیروالی راولي.

دې ادارې په یو محرم راپور کې ویلي چې ایران د فردو اتومي بټۍ نقشه بدله کړې او دا ترې څرګندیږي چې ښایي دا هیواد په همدې اتومي بټۍ کې تر ۶۰ سلنې پورې په لوړه کچه یورانیم غني کړي.

د ملګرو ملتونو څار ادارې پدې راپور کې همدارنګه ویل شوي چې ایران ښایي په یوې میاشت کې څه باندې ۳۴ کیلو ګرامه په لوړه کچه غني شوي یورانیم تولید کړي پداسې حال کې چې ایران اوس مهال د میاشتې یوازې ۴.۷ کیلو ګرامه دا ډول یورانیم تولیدوي.

سره لدې چې ایران تل ویلي یورانیم د اتومي وسلو جوړولو په نیت نه غني کوي خو که چیرته یورانیم تر ۹۰ سلنې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیدی شي.

د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي چې په بحرین کې یې د فرانس پریس خبري اژانس سره خبرې کولې وویل چې ایران غواړي د دې ادارې مدیریه هیت لخوا د تازه سانسور کیدو څخه وروسته ښکاره پیغام ورکړي.

ښاغلي ګروسي زیاته کړه "دا ښکاره پیغام دی او ښیي چې هغه څه ته ځواب وایي چې هغوي یې فشار بولي".

د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان د تیرې نومبر په میاشت کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په کې د ایران کمه همکاري غندل شوې وه. منتقدین وايي ایران خپل اتومي پروګرام قوي کوي، خو تهران دا خبره ردوي.

ایران د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان له پرېکړه لیک وروسته وویل چې "د نویو او پرمختللي سنټرفیوژونه لړۍ" پيلوي.

سنټرفیوژونه هغه یورانیم، چې په ګازو بدل شوي وي، په ډېر چټک سرعت سره غني کوي.

په ۲۰۱۵ کال کې ایران د نړۍ له زبر ځواکونو سره د اتومي تړون لاسلیک کړ. د تړون په اساس، ایران به د خپلو یوریانیمو غني کول بندول او په بدل کې به پرې لګول شوي اقتصادي بندیزونه لېرې کېدل.

خو، په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ متحده ایالتونه له دغه تړون څخه واېست او په ایران باندې یې بیا اقتصادي‌ بندیزونه ولګول.

ایران له هغه وروسته وویل د تړون شرایطو ته ژمن نه دی، د اتومي انرژۍ له نړیوال سازمان سره یې روابط کم کړل او د څار هغه وسائیل یې هم غیر فعال کړل چې د ایران اتومي پروګرام یې څاره.