د ایران حکومت له "لویدیځپالنې" سره د مبارزې په موخه په هغه هیواد کې د نړیوالو ښوونځیو څارنه سخته کړې او په دغو ښوونځیو کې یې د ایرانیانو پر شمولیت بندیز لګولی دی.
د ایران محافظه کاران وايي، "لویدیځپالنه" د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب اصلي ارزښتونه کمزوری کوي.
د ایران حکومت د دغه نويو اقداماتو له کبله، نړیوال ښوونځي له ستونزو سره مخامخ شوي دي، ځکه چې ددوی ډیری زده کوونکي ایرانیان وو.
د تهران په شمال کې یو فرانسوي ښوونځی، اوس یوازې ۶۰ زده کوونکي لري، په داسې حال کې چې د تعلیمي کال په پیل کې ۳۵۹ زده کوونکو په دغه ښوونځي کې نوم لیکنه کړې وه.
د جرمني نړیوال ښوونځی یو له هغو ښوونځیو څخه دی، چې د دې پریکړې له امله ډیر اغیزمن شوی، ځکه چې د ۳۸۰ زده کوونکو څخه یې یوازې ۵۰ تنه منلي دي.
د دوو ایراني زده کوونکو پلار چې زامن یې فرانسوي ښوونځي ته تللي وايي: "وضعیت ډیر ستونزمن دی. موږ نه پوهیږو چې له خپلو ماشومانو سره چې ناڅاپه ښوونځي ته له تګ څخه منع شول، څه وکړو."
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ پر بنسټ، د دغو نویو اقداماتو له پلي کېدو مخکې په تهران کې د اتو ښوونځیو په ګډون، په ایران کې ټولټال ۱۲ نړیوال ښوونځیو فعالیت درلود، چې څه باندې دوه زره زده کوونکي یې درلودل، خو اوسمهال، د نویو مقرراتو له مخې په دغو ښوونځیو کې یوازې لس سلنه زده کوونکي زده کړې کولای شي.
د ایران د ښوونې او روزنې د عالي شورا له خوا د وضع شويو قوانینو له مخې، یوازې هغه بهرني اتباع چې په ایران کې اوسیږي او هغه ایراني زده کوونکي چې خپلې زده کړې یې په بهر کې بشپړې کړې وي، په نړیوالو ښوونځیو کې د شاملیدو اجازه لري.
دا مقررات په هغو ایراني زده کوونکو هم پلي کیږي، چې بهرني پاسپورټونه هم لري، ځکه چې ایران دوه ګونی تابعیت په رسمیت نه پیژني.
په هغه خبر کې چې د تسنیم خبري اژانس خپور کړی، ویل شوي، چې نړیوالو ښوونځیو د ایران له مقرراتو څخه "په ښکاره سرغړونه" کړې ده.
خبر زیاتوي: "په دغو ښوونځیو کې د ایران د پوهنې وزارت له خوا منظور شوي کتابونه نه تدریس کیدل."