متحده ایالاتو او متحدینو ته یې د ایران خبرداری

د عمان په خلیج کې د متحده ایالاتو یوه جنګي کښتۍ

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ځواکونو یو قوماندان جنرال حسین سلامي وایي که چیرته امریکا او یا ملګري هیوادونه یې د ایران اسلامي جمهوریت ته ګواښ وکړي، هغوي به د هورمز تنګي وتړي.

جنرال سلامي په ملي تلویزیون کې دا هم ویلي دي چې امریکا باید د وروستیو تاریخي واقعیتونو نه عبرت واخلي. د جنرال سلامي اشاره د امریکا هغو لسو ماڼوګانو ته وه چې د همدې کال د جنوري په میاشت کې هغه وخت ونیول شول چې د ایران اوبو ته ننوتي و.

جنرال سلامي دا ندي ویلي چې د کومو ګواښونو پر اساس به هغوي د هورمز په تنګي کې د امریکا او متحدینو پر مخ یې لار بندوي. د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامینایي هم د همدې تیرې دوشنبې په ورځ د فارس په خلیج کې د امریکا په فعالیتونو سخت انتقاد کړی و.

د نړۍ د تیلو سوداګري چې د بحر له لارې تر سره کیږي، دریمه برخه یې د همدې تنګي نه تیریږي. په همدې حال کې په بحرین کې د امریکا د بحري ځواکونو ویاند خوردضابط ریک چرینټزر وایي چې امریکایي ماڼوګان د نړیوالو قوانینو او او د بحري معیارونو پر اساس فعالیت کوي.

"مونږ خپل ورځني فعالیتونه په دقدت ، بیدارۍ او مسؤلانه ترسره کوو او د خپل ځان نه د دفاع حق لرو. “

د فارس په خلیج کې د ا یران او امریکا جنجالونه یوه تاریخي مسله ده. دواړو هیوادونو د ۱۹۸۸ میلادي کال د اپریل د میاشتې په اتلسمې نیټې د یوې ورځې لپاره جګړه هم کړیده. په هغه وخت کې چې د ایران او عراق تر منځ جګړه کیدله، د امریکا یوه جنګي کښتۍ د ایران په یوه ماین وربرابره شوه او نږدې وه چې ډوبه شي.

امریکایي بحري ځواکونو د ایران د دې کار په ځواب کې د تیلو په دوه ټانکرونو برید وکړ او د هغوي شپږ بیړۍ یې تباه کړلې.

د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د ویرجینیا ایالت جمهوري غوښتونکي استازي جې رینډي فوربیس د فارس په خلیج کې د ایران په فعالیتونو اعتراض کړی و او دغه خلیج ته یې د”عربو خلیج “ خطاب کړی و.

ایران د همدې مسلې په هکله په تهران کې د سویس سفارت ته خپل اعتراض لیک سپارلی. ایران او متحده ایالات دیپلوماتیکې اړیکې نلري او رسمي خبرې د سویس په منځګړتوب کوي.

د ارنا خبري اژانس د بهرنیو چارو د وزارت له قوله ویلي دي چې”د فارس د خلیج په سیمه کې به د سولې او ثبات او امنیت د ساتلو لپاره ټول لازم اقدامات وکړي. “