ایران د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي 'په یو کال بند محکومه' کړه

نرګس محمدي په ایران کې نیول شوې او په زندان کې ده.

د نوبل د سولې جایزې د ګټونکې نرګس محمدي مدافع وکیل نن سه شنبه جون ۱۸ (جوزا ۲۹) ویلي دي چې د ایران حکومت دغه ایرانۍ فعاله د «رژیم په ضد تبلیغاتو» په تور د یو کال بند په سزا محکومه کړې ده.

نرګس محمدي د ۲۰۲۱ کال راهېسې په ایران کې بندۍ ده، هغه په ایران کې د جبري حجاب او اعدام د سزا د مخالفت له کبله نیول شوې ده.

د نوموړې مدافع وکیل مصطفي نیلي په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي چې نرګس «محمدي د سیستم په ضد د تبلیغاتو له کبله په یو کال بند محکومه» شوې ده.

مدافع وکیل یې لیکلي دي چې هغې ته د یو کال بند د سزا ورکولو عوامل په ایران کې د پارلماني انتخاباتو سره پرېکون او د سویډن او ناروې قانون جوړونکو ته د لیکونو استول ښودل شوي دي.

نرګس محمدي د روانې میاشت په سر کې خپلې محکمې ته حاضره نه شوه او د مارچ په میاشت کې یې په یو غږیز بیان کې ویلي وو چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د «ښځو په ضد لویه جګړه» روانه ده.

نرګس په مجموعي ډول په ۱۲ کاله او درې میاشتو بند، ۱۵۴ دورو وهلو، دوه کاله جلاوطنۍ او په بېلابېلو ټولنیزو او سیاسي بندیزونو محکومه شوې ده. د محمدي کورنۍ د محکمې پرېکړې «سیاسي» بللې وې.

د نرګس محمدي کورنۍ د تېرکال د ډسمبر په میاشت کې د ناروې په اوسلو کې د هغې په نماینده ګۍ د ۲۰۲۳ کال د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه. نرګش محمدي ته دا جایزه په ایران کې د هغې د بشري حقونو د مبارزې له کبله ورکړل شوې.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور په اساس، د بشري حقونو ډلې وایي چې په ایران کې د غالیباف په نوم یوه خبریاله او زده کوونکې هم بندي شوې ده. هغه په ټولنیزو رسنیو کې د ایران امنیتي ځواکونه تورن کړي وو چې په اول ځل د هغې د نیولو په وخت کې زولانه کړې وه او په جسمي ډول یې ځورولې وه. هغه له اول ځل نېول کېدو وروسته پرېښودل شوې وه.

د ایران قضايي قوي ویبسایټ «میزان» د اپریل په ۲۲ نېټه په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې «غالیباف باندې جنسي تېری نه دی» شوی او «د ناسم بیان» له کبله نیول شوې ده.