ایران خپل دوه سټلایټونه روسیې ته استولي چې فضا ته یې ولیږي

د ایران نیمه سرکاري خبري اژانس تسنیم شنبه اکټوبر ۱۱ ( تلې ۲۱مه) ویلي چې د ایران حکومت پدې هیواد کې دوه جوړ شوي سټلایټونه روسیې ته استولي چې په راکټ کې فضا ته واستول شي.

دا د ایران او روسیې تر منځ چې په دواړو یې د متحده ایالاتو لخوا بندیزونه لګول شوي، په فضایي چارو کې د همکارۍ تازه بیلګه ده.

د کوثر او هدهد سټلایټونه د ایران یو خصوصي فضایي شرکت جوړ کړي چې لومړی یې په لوړ کیفیت د انځور اخیستو او دویم یې بیا په مخابراتي سیسټم کې کارول کیږي.

دا لومړی ځل ندی چې روسیه د ایران سټلایټونه فضا ته استوي. مسکو په ۲۰۲۲ کال کې هم د متحده ایالاتو اندیښنو سربیره، ایراني سټلایټونه فضا ته استولي و.

واشنګټن د ایران او روسیې تر منځ په فضایي چارو کې د همکارۍ په هکله اندیښنه څرګنده کړې ځکه ویره لري چې دا سټلایټونه به نه یوازې دا چې د روسیې سره د اوکراین په جګړې کې مرسته وکړي، بلکې همدارنګه به د ایران سره مرسته وکړي چې په اسرائیل او منځني ختیځ کې نظامي اهداف وڅاري.

خو د تسیم خبري اژانس په راپور کې بیا ویل شوي چې د کوثر سټلایټ که فضا ته واستول شي، د کرنې، طبیعي زیرمو مدیریت، چاپیریال څارنې او طبیعي پیښو د مدیریت او څارنې لپاره به ترې کار واخیستل شي.

د هدهد وړوکی سټلایټ په هغو لیرو پرتو سیمو کې د مخابراتي خدماتو رسولو لپاره وکارول شي، چې نورو شبکو ته لږ لاسرسی لري.

ایران د همدې روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې هم د دویم ځل لپاره یو سټلایټ فضا ته په راکټ کې واستاوه چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو جوړ کړی و.

متحده ایالاتو او غربي هیوادونه ایران تورنوي چې روسیې ته یې بالاستیک توغندي ورکړي چې ښایي په اوکراین کې په جګړې کې ترې کار واخیستل شي خو ایران دا تورونه رد کړیدي.

ایران همدارنګه د اګست په میاشت کې په روسیې کې د دفاعي وسایلو په نندارتون کې د مهاجر -۱۰ په نامه بې پیلوټه یا ډرون پرمختللې الوتکې نندارې ته وړاندې کړلې.

د متحده ایالاتو چارواکو په ایران تور پورې کړی چې د همدې بې پیلوټه الوتکو پخوانۍ بڼه ، مهاجر -۶ یې روسیې ته ورکړي او په اوکراین کې په جګړې کې ترې کار اخیستل کیږي خو ایران دا تورونه رد کړیدي.

ایراني رسنیو ویلي چې دا الوتکې تر ۲۴ ساعتونو پرواز کولی شي او ددې وړتیا لري چې تر ۲ زرو کیلو مټرو پورې واټن ووهي. په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې دا نوې الوتکې تر ۳ کیلو ګرامه پورې د وزن لیږدلو توان لري چې د مهاجر -۶ په پرتله یې د وزن لیږدولو وړتیا یې دوه چنده ده.

واشنګټن په اوکراین کې د روسیې یرغل پیل کیدو راهیسې څو ځله د روسیې او ایران تر منځ د امنیتي همکارۍ پراخوالي په هکله خبرداری ورکړی.

تر دې وړاندې دوو اروپایي استخباراتي سرچینو ویلي و چې ایران ښایي په اوکراین کې د جګړې لپاره ژر سلګونه بالستیک وسلې چې د سټلایټ د لارې رهبري کیږي، روسیې ته ولیږدوي.

دې سرچینو دا هم ویلي و چې د روسیې د پوځ لسګونه پرسونل په تهران کې روزل کیږي چې څرنګه د فتح-۳۶۰ بالستیک توغندیو څخه کار واخلي.

دا توغندي لنډ واټن ویشتلی شي.

دې دوو استخباراتي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي ویلي چې ګمان کیږي د روسیې د دفاع وزارت استازو تیر کال د ډسمبر میاشتې په ۱۳ مې نیټې په تهران کې د ایراني چارواکو سره د فتح -۳۶۰ او ابابیل بالستیک توغندیو تر لاسه کولو لپاره قرارداد لاسلیک کړی وي.