د ایران خبرداری: د اسرائیل په ځوابي برید کې به متحده ایالات 'بشپړ مسؤل' وي

اسرائیل کې د یو توغندي پاتې شونې نندارې ته ایښودل شوي چې ایران د ا کټوبر په لومړۍ په اسرائیل توغولی و.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي دوشنبه اکټوبر ۲۱ ( تلې ۳۰) خبردرای ورکړی که اسرائیل پدې هیواد باندې د غچ اخیستو برید وکړي، متحده ایالات به پکې په "بشپړه توګه" مسؤل وبلل شي.

امیر سعید ایراواني دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې په ایران باندې د اسرائیل د برید په پلان باندې خبر دی.

د ایران سفیر د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش او د امنیت شورا مشر ته چې دا ځل د سویس سره ده، په یو لیک کې د جو بایډن څرګندونې په "ژوره توګه خطرناکې او پاروونکي" بللې دي.

د امریکا مشر د همدې تیرې جمعې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، آیا پدې خبر دی چې اسرائیل به څه وخت او څرنګه په ایران ځوابي برید کوي، وویل "هو، هو".

ایران د روانې اکټوبر میاشتې په لومړۍ نیټې په اسرائیل نږدې ۲۰۰ بالاستیک توغندي وار کړل او ادعا یې کوله چې دا بریدونه یې په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر، اسماعیل هنیه او په لبنان کې د حزب الله مشر، حسن نصرالله وژل کیدو په غبرګون کې کړیدي.

د دې توغندیو برید څخه وروسته متحده ایالاتو او اسرائیل خبرداری ورکړی و چې د ایران لپاره به ناوړه عواقب ولري او اسرائیل د ځوابي برید هوډ څرګند کړی و.

د ایران استازي په لیک کې د جمهور رئیس بایډن څرګندونې "پارونکې او په ژوره توګه د اندیښنې وړ" بلل شویدي او دا یې هم ویلي چې د دې څرګندونو څخه معلومیږي چې امریکا د ایران پر ضد د اسرائیل تیري ملاتړي کوي.

په لیک کې راغلي، " له همدې کبله به متحده ایالات د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د اسرائیل د هر ډول تیري په کړنې کې بشپړ مسؤلیت ولري".

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ته احوال ورکړی چې په ایران باندې د برید کولو پلان لري او نظامي سیمې په نښه کوي خو د اتومي وسلو او تیلو په زیربناوو به برید ونکړي.

خو بل پلو بیا ایران خبرداری ورکړی چې که اسرائیل ورباندې برید وکړي تهران یې د "پریکنده او پښېمانه کوونکي" ځواب ورکولو ته چمتو دی.