ایران: د بالستیک میزایلو په تولید کې مو د اسرائیل دسیسه شنډه کړه

د ایران د میزایلو یو ازمیښت

د ایران دولتي رسنیو د پنجشنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي ۹) وویل چې ددې هیواد امنیتي خدماتو ادعا کړې چې د هیواد د بالستیک توغندیو د تولید په وړاندې یې د اسرائیل تخریبي پلان شنډ کړی او په دسیسه کې ښکیل څو تنه اجنټان یې نیولي دي.

د ایرنا خبري اژانس ویلي، د ایران د دفاع وزارت یو استخباراتي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، د ایران د عمده دښمن اسرائیل د جاسوسۍ اداره (موساد) تورنه کړې چې پر ایران یې د غلطو اجزاو د پلورلو پلان درلود تر څو ددې هیواد توغندي له کاره وغورځوي.

د ایران د دفاع وزارت مرستیال مهدي فراهي تور ولګاوه چې د دښمن اجنټانو هڅه کړې وه چې په توغندیو کې دننه "چاودیدونکي مواد او نه کشف کیدونکي سرکټ" ځای په ځای کړي چې "په ټاکلي وخت او نیټه په کې چاودنه وشي".

د دغه ایراني چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویل شوي چې "یوې ډېرې مسلکي شبکې، د موساد د ادارې تر مستقیمې لارښوونې لاندې پلان درلود چې د مختللو توغندیو په تولید کې د کارونې لپاره ناقصې او نیمګړې پرزې وپلوري".

دغه چارواکي ایرنا ته ویلي دي: "دغه شبکې د خرابو پرزو د پلورلو په هڅې سره نیت درلود چې توغندي په چاودیدونکو توکو بدل کړي تر څو صنعتي تولیداتو او ددې برخې کارکوونکو ته زیان ورسوي."

هغه ویلي: "د صهیونیسټي دښمن له خورا پیچلي پلان سره سره، دا اقدام له پیل څخه تر استخباراتي او عملیاتي څارنې لاندې و او د دغې شبکې د عاملینو په نیولو سره په بشپړه توګه شنډ شو."

دغه چارواکي دا نه دي ویلي چې څومره «اجنټان» نیول شوي او دوی د کوم ځای دي.

ایران او اسرائیل له کلونو راهیسې په پټه جګړه کې ښکیل دي او تهران خپل مخالف دښمن [اسرائیل] په یو لړ تخریبي بریدونو او وژنو تورنوي چې د متحده ایالاتو تر څنګ ددې هیواد اټومي پروګرام په نښه کوي.

تهران همدا راز اسرائیل تورن کړی چې د جنورۍ په میاشت کې د اصفهان په مرکزي ولایت کې د دفاع وزارت پر یوې ساحې باندې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لاس درلود.

متحده ایالاتو او اسرائیل تر دې مخکې تهران پر دې تورن کړی چې په خلیج کې د امریکا پر ځواکونو او اسرائیل پورې تړلو کښتیو باندې د بریدونو لپاره له ډرون او توغندیو څخه کار اخلي.