پزشکیان: ټولو هیوادونو سره اړیکو کې توازن غواړو; فشارونو ته غاړه نږدو

د ایران نوي منتخب جمهور رئیس مسعود پزشکیان چې تیره اوونۍ یې د جمهوري ریاست انتخابات وګټل ویلي چې حکومت یې د هیواد ملي ګټو سره سم او سولې په پار د نړۍ ټولو هیوادونو سره په اړیکو کې توازن پیدا کوي خو تر څنګ یې دا ټینګار هم کړی چې ایران به "فشارونو ته ځواب ونه وایي".

ښاغلي پزشکیان په یوې مقالې کې چې "نړۍ ته زما پیغام" تر عنوان لاندې د تهران ټایمز په ورځپاڼې کې جمعه جولای ۱۲ ناوخته خپره شوې په ایران کې یې د جمهوري ریاست تازه انتخابات ستایلي او دا ژمنه یې هم پکې کړې چې د انتخاباتي مبارزو پر وخت شوې ژمنې به پر ځای کوي.

دی د ایران د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې منځلاری کاندید و او سخت دریځ افراطي کاندید، سعید جلیلي ته یې ماتې وکړه. پزشکیان د غربي هیوادونو سره د ایران نږدې کیدل غواړي او د ولس څخه یې غوښتي چې د پلانونو ملاتړ یې وکړي.

پزشکیان پخپل پیغام کې ویلي چې حکومت به یې د ګاونډیو هیوادونو سره اړیکو قوي کیدو ته لومړیتوب ورکړي او د ټولو عربي هیوادونو څخه یې غوښتي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسیدو او دایمې سولې لپاره د "ټولو دیپلوماتیکو وسیلو" څخه کار واخلي.

د ایران د نوي منتخب جمهور رئیس په پیغام کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سره ددې هیوادو په اړیکو څه ندي ویل شوي خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د جمهوري ریاست مخکې له وخت ټاکنو کې د مسعود پزشکیان د بریالیتوب وروسته هیله ښودلې چې له نوي حکومت سره به د کابل او تهران ترمنځ اړیکې لا پراخه شي.

ایران د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاتشې راهیسې چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسیدلي، ددغې ډلې د حکومت سره د نږدې اړیکو د پاللو هڅه کړې ده.

که څه هم ایران د نورو هیوادونو په څیر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو په دغه هیواد کې یې خپل سفارت پرانیستی پریښی او په تهران کې یې د افغانستان سفارت هم د تیر ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو حکومت ته سپارلی دی.

د ایران دې نوي منتخب جمهور رئیس همدارنګه د روس او چین سره د خپل هیواد اړیکو ستاینه کړې او پخپل پیغام کې یې لیکلي چې د ایران سره په "سختو حالاتو کې په ټینګه دریدلي دي".

هغه مسکو د تهران "ارزښت لرونکی ستراتیژیک متحد" بللی او دا یې هم ویلي چې حکومت به یې د روسیې سره دوه اړخیزې اړیکې پراخوي.

د متحده ایالاتو په شمول غربي هیوادونو په ایران او روسیې دواړوه د بیلا بیلو دلایلو له کبله بندیزونه لګولي دي.

مسعود پزشکیان پخپل پیغام کې د سعودي عربستان سره د ایران اړیکو په عادي کولو کې د چین نقش ستایلی او تر څنګ یې دا هم ویلي چې حکومت به یې د بیجنګ سره د همکارۍ لمن لا پراخه کاندي.

د ایران دې مشر همدارنګه ویلي چې د "دوه اړخیز درناوي اصولو" له مخې د اروپایي هیوادونو سره په موثرو خبرو اترو کې ورګډیو ته سترګې په لار دی.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره اتومي تړون پدې هدف لاسلیک کړی و چې د نړیوالو اقتصادي بندیزونو لیرې کیدو په بدل کې به خپل اتومي فعالیتونه محدودوي.

خو د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه لدې تړون ووت او په ایران یې ټول بندیزونه د سره ولګول. ایران بیا د امریکا دې اقدام په ځواب کې د یورانیمو غني کول څو چنده ډیر کړل.

د ایران منتخب جمهور رئیس پخپل پیغام کې په اروپایي هیوادونو تور لګولی چې د اټومي تړون څخه د متحده ایالاتو تر وتلو وروسته دوي هم د ایران سره له خپلو کړیو ژمنو پر شا شول. د دې ټولو سره سره، پزشکیان ویلي چې د ایران او اروپایي هیوادونو تر منځ د همکارۍ لپاره ډیر فرصتونه شته خو جزیات یې ندي ورکړي.

هغه ویلي چې هیواد یې په ۲۰۱۵ کال کې د ښه نیت له مخې د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره اټومي تړون وکړ او خپل ټول مکلفیتونه یې پر ځای کړل او د دې تړون څخه د امریکا وتلو له کبله د ایران اقتصاد ته ملیاردونه ډالر زیان ورسید او په ځانګړې توګه د کرونا وبا پر مهال یې د ایران په ولس ډیر ناوړه اغیز درلود.

مسعود پزشکیان د ایران نهم جمهور رئیس دی. څه موده مخکې د دغه هېواد مخکنی ولسمشر ابراهیم رئیسي د هلیکوپتر د غورځېدو په پېښه کې مړ شو او د هغه د ځای ناستي د ټاکلو لپاره بیا ټاکنې وشوې. ټاکل شوې وه چې په ایران کې په ۲۰۲۵ کال کې د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره شوی وی.