جواد ظریف د ایران د ولسمشر د مرستیالۍ له دندې استعفا وکړه

جواد ظریف د ایران د ولسمشر د مرستیالۍ له دندې د خپلې استعفا ګڼ لاملونه ښودلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جواد ظریف چې دوه اونۍ وړاندې د ولسمشر د مرستیال په توګه ټاکل شوی و، د دوشنبې په ورځ اګست ۱۲ (زمري ۲۲) له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ایران نوي ټاکل شوي ولسمشر مسعود پزشکیان هغه د خپل مرستیال په توګه نومولی و.

ظریف د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي: " د دې لپاره چې د حکومت د کار د ګډوډولو لپاره له هر ډول شک او عذر غوښتنې څخه ډډه وشي... تېره اوونۍ مې د ستراتیژیکو چارو د مرستیالۍ له دندې استعفا وکړه."

هغه د خپلې استعفا ګڼ لاملونه ښودلي چې عمده یې د نوې ۱۹ کسیزې کابینې له جوړښت سره د هغه نارضایتي ده.

ظریف زیاته کړې: "زه په دې شرمنده یم چې د خپلې ژمنې سره سم مې ونه شو کړای چې د ښځو، ځوانانو او توکمیزو ډلو د شمولیت په برخه کې د [کاندیدانو د ټاکلو مسئولیت لرونکو] کمیټو د کارپوهانو نظرونه په ښه توګه عملي کړم."

پزشکیان د یکشنبې په ورځ خپله کابینه، چې یوه ښځه هم په کې شامله ده، د تصویب لپاره پارلمان ته وړاندې کړه.

د وړاندې شوی کابینې په نوملړ کې د پخواني ولسمشر ابراهیم رئیسي د حکومت د ځینو محافظه کارانو شمولیت د ایران د اصلاح غوښتونکو د ځینو غړو نیوکې پارولې دي.

دا مطلب هم ولولئ د ایران جمهور رئیس خپله کابینه پارلمان ته معرفي کړه ؛ یوه میرمن هم پکې شته

ظریف ویلي چې د ولسمشر د مرستیال په توګه له ټاکل کېدو وروسته، له دې کبله هم د فشارونو سره مخامخ شوی چې اولادونه یې د امریکا تابعیت لري.

د ایران یو قانون چې د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې نافذ شوی، د حساسو دندو او پوستونو لپاره د هغو کسانو ګمارنه منع کوي چې په خپله، اولاونه او یا د ژوند شریک یې دوه ګونی تابعیت ولري.

ظریف وویل: "زما پیغام... د ګران ډاکټر پژشکیان څخه د ناخوښۍ یا مایوسۍ نښه نه ده او له حقیقت سره مخالفت نه دی؛ بلکې دا د دې معنی لري چې د ستراتیژیکو چارو لپاره د ولسمشر د مرستیال په توګه زما په ګټورتوب شک ښودل کیږي." هغه زیاته کړې چې بیرته په اکاډمیکې برخې کې کار کولو ته ستنیږي او د ایران په کورني سیاست کې به ډیر دخیل نه وي.

ظریف د منځلاري ولسمشر حسن روحاني په حکومت کې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د ایران د بهرنیو چارو وزیر و.

هغه په ۲۰۱۵ کې د تهران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د ایران د اتومي تړون د لاسلیک کولو له کبله مشهور دی. دا تړون له لاسلیک کېدو درې کاله وروسته هغه مهال لغوه شو چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ متحده ایالات له دغه تړون څخه وایستل او پر ایران یې سخت بندیزونه بیرته ولګول.