ایران له روسیې سره د ستراتیژیک مشارکت تړون لاس لیک کوي 

ایران وایي تیار دی چې د روسیې سره د ستراتیژیک مشارکت تړون لاس لیک کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده، نن د اکتوبر په ۱۱ (تلي ۱۹) وویل: "ددې سند ابتدایي ترتیبات چې د ایران او روسیې ترمنځ د همکارۍ لپاره نړیوال توافق نومول شوی پای ته رسیدلي دي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې تهران ددې سند د موادو په وروستیو پړاونو کې دی او له نهایي کیدو وروسته به هغه روسیې ته واستوي.

دغه ایراني مقام زیاته کړه چې په وروستیو کلونو کې د ایران او روسیې د اړیکو ښه کیدل او ددې هیواد سره په ستراتیژیک مشارکت باندې تمرکز یوه مهمه مسئله شوې ده.

ایران هیله من دی چې دغه سند په څو میاشتو کې له روسیې سره لاسلیک کړي.

ایران همداشان د سپتمبر په میاشت کې د روسیې او چین په مشرۍ د شانګهای د همکاریو په سازمان کې شامل شو.