د عربانو یوې بیلتونپالې ډلې ادعا کړې ده چې د ایران په جنوب کې یې د تیلو دوه پایپلاینونه په بمونو الوځولي دي او د نورو بریدونو پلان هم لري.
د عرب مبارزې په نامه یوې ډلې چې د اهواز د سیمې استقلال غواړي، د سه شنبې په ورځ په خپلې یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا برید یې د ایران د خوزستان په ولایت کې کړی دی.
دوی د برید تصویرونه هم خپاره کړي دي، خو د اسوشیټډپرس وايي د دغو تصویرونو تصدیق نشي کولی. مګر دا ډول مخکنیو بریدونو مسولیت هم دغې ډلې اخیستی و.
په خپله ایراني مطبوعاتو او چارواکو لا د دغې ډلې د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
د عرب بیلتونپالې ډلې ویلي دي چې دا بریدونه یې له هغه وروسته کړي چې ایران له اتومی تړون وروسته د یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره د تیلو او ګازو نوي تړونونه وکړل.
دغې ډلې ویلي چې په روان کال کې د ورته نورو بریدونو پلانونه هم لري.