د ایران د بحري ځواکونو یوه کښتۍ د هرمز تنګې سره نږدې ډوبه شوې

آرشیف

په ایران کې دولتي مطبوعاتو یکشنبه جولای اووه (چنګاښ ۱۷) راپور ورکړی چې د دې هیواد د بحري ځواکونو یوه تبا کوونکې کښتۍ د هرمز تنګي سره نږدې پداسې حال کې ډوبه شوه چې د ترمیم لپاره د اوبو غاړې ته راوړل شوې وه.

د ارنا خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې د سهند په نامه دا کښتۍ د سمندر غاړې ته د ترمیم لپاره لیږدول شوې وه خو په ټانکۍ کې یې د اوبو ننوتو له کبله بې توازنه او ډوبه شوه.

د خبري اژانس په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې دا کښتۍ د سمندر غاړې داسې سیمې کې ډوبه شوې چې د اوبو ژوروالی پکې لږ دی او امکان یې شته چې کښتۍ به بیرته موازینې ته برابره کړل شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په پیښې کې ځینې کسان ټپي شویدي خو پرته لدې چې د ټپیانو د وضعیت په هکله څه ووایي یوازې دومره یې ویلی چې ټپي شوي کسان روغتون ته د درملنې لپاره وړل شویدي.

د سهند کښتۍ جوړیدو شپږ کاله وخت ونیوه او د ۲۰۱۸ کال د ډسبمر په میاشت کې یې په فارس په خلیج کې فعالیت پیل کړ.

دا کښتۍ ۱۳۰۰ ټنه وزن لري چې د ځمکې نه ځمکې ته، د ځمکې نه هوا ته واریدونکو توغندیو تر څنګ د الوتکې ضد توپونو، پرمختللي رادار او د رادار څخه بچ کیدو وسایلو باندې سمباله ده.

تر دې وړاندې هم د ۲۰۱۸ کال د جنوري په میشات کې د ایران د بحري ځواکونو یوه تبا کوونکې کښتۍ د سمندر ژۍ کې دیوال سره تر جنګیدو وروسته د کسپین په سمندر کې ډوبه شوه.

د کسپین په بحیرې کې چې په نړۍ کې په هیوادونو کې دننه د اوبو تر ټولو ستره بحیره ده، د ایران بحري ځواکونو پکې شپږ جنګي کښتۍ ځای پر ځاي کړي. پدې بحیرې کې روسیه، آزربایجان، قزاقستان، ترکمنستان او ایران شراکت لري.

د کسپین په بحیرې کې وخت وناوخته د ایران جنګي کښتۍ د اوبو هغې برخې ته ورځي چې د روسیې او آزربایجان کښتۍ پکې دیره دي خو ایران په عین حال کې په آزربایجان لدې کبله هم انتقادونه کړي چې د اسرائیل سره نږدې نظامي اړیکي پالي.

پدې بحیرې کې تر ټولو ستر بحري ځواک د روسیې دی خو ایران هم د ۱۹۶۰ لسیزې راپدیخوا پدې بحیرې کې خپل د بحري ځواکونو شتون پراخولو لپاره یو لړ هڅې کړیدي او د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې پدې خپل قوت ډیر کړی.

ایران همدرانګه د کسپین بحیرې په غاړې کې د بحري ځواکونو درې اډې لري.