پداسې حال کې چې په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره متحده ایالاتو سیمې ته اضافي نظامي پرسونل او تجهیزات استولي، د ایران په کوربه توب د هند په سمندر کې د بحري ځواکونو تمرینات پیل شوي چې روسیه او عمان هم پکې برخه لری.
د ایران پریس دولتی تلویزیون شنبه اکټوبر ۱۹ (تلې ۲۸) په یو راپور کې ویلي چې د بحري ځواکونو پدې تمریناتو کې ۹ هیوادونه د ناظرو په توګه برخه لري چې نومونه یې په راپور کې ندي یاد شوي.
د تلویزیون راپور له مخې دا تمرینات "IMEX 2024," نومول شوي چې هدف یې په سیمې کې "ټولیز امنیت، د څو اړخیزې همکارۍ پراخوالی او په سمندر کې د امنیت، ملګرتیا او سولې خوندي ساتلو لپاره د ښه نیت او وړتیاوو څرګندول دي".
په راپور کې دا هم ویل شوي چې پدې نظامي تمریناتو کې به ګډونوال په سمندر کې د سوداګرۍ خوندیتوب، د سمندرو لارو خوندیتوب، بشري چارو پراخوالي او د ژغورنې او مرستو رسولو په چارو کې د همکارۍ پراخوالي لپاره معلومات او تاکتیکونه د یو بل سره شریک کړي.
ایران داسې مهال ددې نظامي تمریناتو کوربه توب کوي چې په منځني ختیځ کې جنجال له وړاندې پدې خاطر لوړ دی چې له یوې خوا په عزې او لبنان کې د اسرائیل پوځ د حماس او حزب الله وسله والو په خلاف جنګیږي او له بلې خوا اسرائیل خبرداری ورکړی چې په ایران به د همدې روانې میاشتۍ لومړۍ نیټې توغندیو برید په خاطر ځوابي برید کوي.
په همدې حال کې حوثي شعیه یاغیان چې ایران یې تر شا ولاړ دی، په غزې کې د اسرائیلي ځواکونو عملیاتو پیل کیدو راهیسې د عدن په خلیج او سرې بحیرې په سوداګریزو او نورو کښتیو بریدونه کوي.
که له یوې خوا په منځني ختیځ کې د جګړې او جنجالونو له کبله متحده ایالاتو د اسرائیل سره مرستې ډیرې کړي او په ټینګه یې ملاتړ کوي، خو بل پلو بیا ایران همدې جنجالونو ته د ځواب ویلو لپاره د چین او روسیې سره نظامي همکاري پراخه کړې.
چین، ایران او روسیې د همدې روان میلادي کال د مارچ په میاشت کې د پنځم ځل لپاره د عمان په خلیج کې د بحري ځواکونو تمرینات وکړل.