په ایران کې یو ۲۶ کلن وګړی چهارشنبې نومبر ۱۳ (لړم ۲۳) دوهم ځل په دار وځړول شو چې څو میاشتې وړاندې له لومړي ځل اعدام کېدو څخه ژوندی پاتې شوی و.
د ایران د بشري حقونو د څار ناروې میشتې ادارې ویلي چې احمد علیزاده د ۲۰۱۸ په اکتوبر کې د قتل په تور ونیول شو او که څه هم هغه دا تور رد کړ خو بیا هم په اعدام محکوم شو.
هغه په لومړي ځل د اکتوبر په ۲۷مه پایتخت تهران ته څېرمه د کرج ښار په قزلحصار زندان کې په دار وځړول شو خو نیمه دقیقه وروسته د مقتول کورنۍ غږ وکړ "بخښنه." د ایران د بشر د حقونو د څار اداره وايي، چې د هغه "بې ساه" بدن په بریالیتوب سره احیا کړل شو او نوموړی ژوندی پاتې شو.
د ایران د قانون له مخې، د مقتول کورنۍ کولی شي د قاتل د ژوند ژغورلو لپاره ورڅخه دیت وغواړي او یا هم ورته بخښنه وکړي. خو په زیاتره قضیو کې، د بشري حقونو د فعالانو په وینا، محکوم کس اعدام کیږي ځکه چې کورنۍ یې د دیت په توګه د غوښتل شویو پیسو د ورکولو توان نه لري.
د دیت د پیسو د اندازې په اړه د علیزاده او د قرباني د کورنۍ ترمنځ د کومې معاملې د نشتوالي له کبله هغه دوباره د اعدام کېدو له ګواښ سره مخامخ و. د ایران د بشري حقونو د څار ادارې وویل چې هغه د چهارشنبې په سهار د قزلحصار په زندان کې د دوهم ځل لپاره په دار شو.
په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د څار د ادارې مشر محمود امیري مقدم "د ایراني رژیم د اعدام ماشین" په غندلو سره وویل: "احمد علیزاده، یو تکړه محصل، د قتل په تور د دویم ځل لپاره اعدام شو، چې هغه دا تور رد کړی و او ادعا یې کړې وه چې د شکنجې لاندې اعتراف کولو ته اړ شوی و."
فعالان پر ایران تور لګوي چې د اعدام له سزا څخه په ټولنه کې د وېرې د رامنځته کولو لپاره کار اخلي، په ځانګړې توګه په ۲۰۲۲ کې په ایران کې د پراخو لاریونونو له پیل کېدو وروسته چې د تهران په چارواکو کې یې وېره خپره کړې وه.
په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، په ۲۰۲۴ کې په ایران کې د اعدام سزا کې زیاتوالی لیدل کیږي او یوازې د اکتوبر په میاشت کې لږ تر لږه ۱۶۶ کسان په دار ځړول شوي دي، چې ددغه سازمان په وینا، له ۲۰۰۷ راهیسې ترټولو لوړه شمیره ده.
د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ادارو ویلي، ایران هر کال له چین پرته د بل هر هېواد په پرتله تر ټولو زیات کسان اعداموي.