ایران د مخدره موادو نهه تورن قاچاقبران اعدام کړل

په ایران کې دولتي مطبوعاتو سه شنبه جنوري ۲ (مرغومي ۱۲) ویلي چې د دې هیواد حکومت پدې تیرو څو ورځو کې د مخدره موادو په قاچاق کولو نهه تورن کسان په دار ځړولي دي.

د ارنا رسمي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې درې تنه په شمال لویدیځ ولایت اردبیل کې په یو زندان کې د " پوډرو او هروئینو پلور او ټرانسپورټ کولو" په تور اعدام شول.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې شپږ نور کسان د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د میتھامفیتامین، پوډرو او چرسو د قاچاق کولو په تور اعدام شوي.

ایران د اروپایي هیوادونو او افغانستان تر منځ د مخدره موادو د قاچاق په مهمې لار کې پروت دی او دننه پدې هیواد کې هم په زیاتې اندازې خلک د مخدره موادو څخه کار اخلي.

د مخدره موادو او جنایي جرمونو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې په ۲۰۲۱ کال کې په یو راپور کې ویلي و چې په ایران کې ۲.۸ میلیون وګړي په مخدره موادو معتاد دي.

سره لدې چې د ایران حکومت څو ځله په هیواد کې دننه د مخدره موادو څخه ناوړه ګټې اخیستنې او قاچاق پر ضد مبارزې کړي او په منظمه توګه په زیاتې اندازې مخدره مواد ضبطوي چې د افغانستان په قاچاق راوړل کیږي، خو لا هم پدې هیواد کې د چارواکو لپاره یوه غټه ستونزه ده.

د بښنې نړیوال سازمان تیر کال د جون په میاشت کې په یو راپور کې ویلي و چې دې هیواد د ۲۰۲۳ کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې ۱۷۳ کسان چې د مخدره موادو اړوند جنایاتو تورن و، اعدام کړي.

ایراني چارواکي وایي اعدامونه تر اوږدې قانونې مرحلې وروسته تطبیقیږي او د مخدره موادو پر ضد مبارزې لپاره یې لازمې بولي خو د بشري حقونو ځیني ادارې بیا وایي چې پدې برخې کې بیړه کیږي او تورنو کسانو ته په سمه توګه د استازیتوب او ځان څخه د دفاع حق نه ورکول کیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو ډلو د معلوماتو پر اساس، ایران هر کال د چین پرته د بل هر هیواد په پرتله ډیر خلک اعداموي.

د بشري‌ حقونو ډلې وايي چې په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني له مړینې وروسته ددې پېښې د غندنې دپاره د پیل شویو مظاهرو څخه راهیسې، تهران د اعدامونو لړۍ چټکه کړې ده چې په هېواد کې ویره او ترهه خپره کړي.

دې ډلې څه موده مخکې یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي وو ایران په ۲۰۲۲کال کې ۵۸۲ کسان اعدام کړي وو چې له ۲۰۱۵ کال راپدیخوا په یو کال کې خورا زیات کسان دي چې دغه هېواد کې اعدام شوي‌ دي.