ایران کې په سیلابونو کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۸۰ اوښتی

د ایران دولتي رسنیو پرون شنبه ۳۰ جولای (زمری اتمه) خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د سختو سیلابونو او ځمکې د ښويېدو په پیښو کې لږ تر لږه ۸۰ تنه مړه شوي او ۳۰ نور ورک دي.

د ایران د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، ددغه هېواد د سرې میاشتې ادارې رئیس یعقوب سلیماني ویلي چې لږ تر تر لږه ۵۹ کسان یوازې د تیرې یوې اونۍ په سیلابونو کې مړه شوي او ۳۰ نور تري تم شوي دي.

د ایران د فارس په ایالت کې چې اکثر وخت وچه هوا لري، د سختو بارانونو له کبله سیلابونه راوتلي او لږ تر لږه د ۲۲ کسانو د مړینې سبب شوي دي. ډیری دغه قربانیان د سیل او تفریح دپاره د سیند غاړي ته تللي وو.

سلیماني ویلي چې په وروستیو سیلابونو کې ددغه هېواد ۲۰۰ ښارونه او ښارګوټي او له ۵۰۰ زیات کلي اغېزمن شوي دي. تر ټولو زیات زیان د تهران په ایالت کې اوښتی دی. په دغه ایالت کې د سیلابونو راوتلو په پیښو کې ۳۵ کسان مړه شوي دي.

د ایران د سرې میاشتې ادارې د خپرو شویو شمېرو له مخې، ددغه هېواد د مازندران په ایالت کې د سیلابونو په نتیجه کې ۲۰ کسان ورک شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو د خبر پر اساس، د تهران په ختیځ کې د فیروز کوه په سیمه کې د پنجشنبې په ورځ، د غره د ښویېدو په پېښه کې ۱۴ تنه مړه شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې ښيي په دغه سیمه کې کورونه او موټرې تر خټو او خځلو لاندې دي. د ایران جمهور رئیس ابراهیم رییسي د شنبې په ورځ ځپل شویو سیمو ته ورغلی و.

رئیسي له هلیکوپتر نه د سیلاب او ځمکې ښویېدو زیانونه کتلي دي. د ایران د موسم د اټکل ادارې د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په راتلونکو څو ورځو کې ددغه هېواد په جنوبي او شمالي ایالتونو کې د نور باران د کېدو امکان شته.

ساینسپوهان وايي چې د اقلیم بدلون د وچکالۍ او سختو بارانونو او سیلابونو په څېر ناوړه اقلیمي پیښې رامنځته کوي.

د سیمې د نورو هېوادونو په څېر، ایران هم په تیرو څو کلونو کې د وچکالۍ او ویجاړوونکو سیلابونو شاهد و.

په ۲۰۱۹ کال کې د ایران په جنوبي سیمو کې، سختو بارانونو لږ تر لږه ۷۶ کسان مړه کړي او له ۲ میلیارد ډالرو څخه زیات مالي زیانونه یې اړولي و.