ایران د اتومي مذاکراتو د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اټومي مذاکراتو د غونډو د "ژر تر ژره" بیا پیل کیدو غوښتنه وکړه چې له څه مودې راهیسې ځنډیدلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده، اتومي مذاکراتو ته په اشارې، چې د څه دپاسه یو کال راهیسې د اتریش په پلازمینه ویانا کې روان دي، نن د اپریل په ۲۵ (غوایي ۵) په یو خبري کنفرانس کې وویل، پدغو مذاکراتو کې هغه څه چې په اروپایي ټولنې، چین او روسیې پورې اړه لري پای ته رسیدلي او یوازې د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات، چې په غیر مستقیمه توګه د مذاکره کوونکي له لورې پرمخ بیول کیږي، ډیر ورو روان دي.

ښاغلي خطیب‌زاده زیاته کړه: "ددغه تنفس اوږدیدل د خبرو په ګټه ندي او مناسبه ده چې دغه تنفس په یوې مخامخ کتنې سره تازه شي. تر اوسه پدې اړه تصمیم چې دغه لیدنه چیرته او په کومه کچه وشي ندی نیول شوی، خو تر کار لاندې دی."

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده نکړه چې ایا تهران د متحده ایالاتو سره د مستقیمو خبرو کول غواړي او که نه.

د رپوټونو له مخې اتومي مذاکرات وروسته له هغې وځنډیدل چې ایران د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو ترهګرو سازمانونو له لست څخه د سپاه پاسداران د نوم د لرې کولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي خطیب‌زاده وویل چې اروپایي ټولنه هم پدې باور ده چې په مذاکراتو کې ځنډ د هیچا په ګټه ندی.

د امریکا پخوانی ولسمشر دونالډ ټرمپ، د ۲۰۱۸ کال په مۍ میاشت کې په یو اړخیزه ټوګه د ایران او د نړۍځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي تړون څخه ووت او یو ځل بیا یې پر ایران سخت بندیزونه ولګول.

خو د امریکا د اوسني ولسمشر جو بایډن اداره ددغه تړون بیرته ژوندي کیدل غواړي.