ایران شپږ کاندیدان د جمهوري ریاست انتخاباتي سیالۍ ته منظور کړل، احمدي‌ نژاد په کې نه شته

د ایران نګهبان شورا یکشنبه جون نهه ( غبرګولي ۲۰) د پارلمان مشر چې سخت دریځی دی او پنځه نور کاندیدان منظور کړل چې د روانې جون میاشتې په ۲۸مه نېټه به د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې سیالي کوي.

مصطفی پور محمدي، مسعود پزشکان، سعید جلیلي، علي رضا زاکاني، محمد باقر قالیباف او امیر حسین قاضي زاده هاشمي هغه کاندیدان دي چې نومونه یې د نګهبان شورا د جمهوري ریاست انتخاباتو ته منظور کړیدي.

دوي به د جون میاشتې په ۲۸ مې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې سیالي وکړي چې د پخواني جمهور رئیس ابراهیم رئیسي ځای ناستی شي. رئیسي د اوو نورو جګپوړو چارواکو سره تیره میاشت د هلیکوپتر لویدو په پیښې کې ووژل شول.

د ایران د انتخاباتو کمیسیون مشر محسن اسلامي ویلي چې ټول ټال ۸۰ کسانو پدې انتخاباتو کې د کاندید کیدو لپاره نومونه ثبت کړي و.

خو د نګهبان شورا د ایران پخوانی جمهور رئیس محمود احمدي نژاد چې په ۲۰۰۹ کال کې د جنجالي انتخاباتو څخه وروسته د ولسي مظاهرو ځپلو له کبله یې نوم بد دی، یو ځل بیا په انتخاباتو کې د ګډون څخه منع کړی.

احمدي نژاد په ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کال کې هم د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندید په توګه نوم لیکنه کړې وه خو د نګهبان شورا یې نوم د لیست څخه ایستلی و.

د دې شورا لخوا د دا ډول کاندیدانو منل کیدل پدې معنی چې په ایران کې د شعیه مذهب پورې اړندو ملایانو حکومت غواړي پداسې حال کې د انتخاباتو پروسه چټکه کړي چې تیر ځل په انتخاباتو کې دومره لږو وګړو برخه اخیستې وه چې پدې هیواد کې د اسلامي انقلاب راهیسې یې ساری نه درلود.

دې شورا چې نهایي واک یې د مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي په لاس کې دی، د تیر په څیر یې هیڅ میرمن د کاندیدې په توګه نده منلې او نه یې داسې څوک کاندید کیدو ته پریښي چې غواړي په ایران کې حکومتدارۍ کې د پام وړ بدلون راولي.

مبصرین چې په ایران کې په چارو نظر لري، پدې اند دی چې تر ټولو غوره کاندید به ښایي محمد باقر قالیباف وي چې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سره له نږدې ناسته پاسته لري، د همدې ځواکونو متقاعد جنرال دی او د تهران د ښاروال په توګه هم د کار کولو تجربه لري.

خو ځیني نور بیا وایي چې د دې متقاعد جنرال نوم پدې بد دی چې په ۲۰۰۹ کال کې یې د ایراني محصلینو په ځپلو کې لاس درلود او ویل کیږي چې په ۲۰۰۳ کال کې چې د ایران د پولیسو مشر و، په محصلینو یې د مخامخ ډزو امر کړی و.

هغهپه ۲۰۰۵ او ۲۰۱۳ کال کې هم د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې برخه اخیستې وه خو بریالی شوی نه و.