بغداد او تهران موافقه کړې چې عراق کې میشت کردي وسله وال بې وسلې کړي

د ایران د کردستان دموکراتیک ګوند یو غړی د مظاهرې پر مهال لیدل کیږي.

د عراق او ایران چارواکو دوشنبه اګست ۲۸ (وږي۶) اعلان وکړ چې هغه ایراني کردان چې د عراق په شمال کې د ایران سرحد سره نږدې میشت دي تر بې وسلې کولو وروسته د دې هیواد نورو سیمو ته ولیږدوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د عراق حکومت موافقه کړې چې د دې هیواد په خاورې کې میشتې "ترهګرې ډلې د سپټمبر میاشتې تر ۱۹ مې بې وسلې کړي ، د نظا مي کمپونو څخه وباسي او هغو سیمو ته یې ولیږدوي چې د عراق حکومت ورته ټاکلي دي".

د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چي دا نیټه به تمدید نشي.

ښاغلي کنعاني پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې عراق او ایران دوستانه او تودې اړیکې لري خو د عراق په شمال کې د "ترهګرو شتون په دوه اړخیزو اړیکو ناوړه داغ دی".

په ایران کې د کردستان دموکراتیک ګوند په نامه دا ډله د عراق په شمال کې د کردستان په نیمه خپلواکه سیمه کې پرته ده او څو ځله پرې د یران پوځ هوایي بمبارۍ هم کړیدي.

د عراق د حکومت یو چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط تائید کړه چې د ایران د حکومت سره دا موافقه په بغداد کې لاسلیک شوې او حکومت پدې هکله هر څومره ژر چې امکان لري، کار کوي.

دې چارواکي وویل چې د بغداد مرکزي حکومت په اربیل او سلیمانیه کې د کردانو سیمه ایز حکومت چارواکو په منظورۍ دا ډلې د هیواد نورو سیمو ته لیږدوي خو دا یې ندي ویلي چې دوي به چیرته ولیږدول شي.

د عراق د حکومت دې چارواکي یوازې دومره وویل چې دا وسله وال به تر د عراق کرد میشتو سیمو ته ولیږدول شي او د اوسیدو لپاره به کمپ ولري خو وسلې به ترې اخیستل کیږي.

ایراني ناراضې ډلې په عراق کې د کردستان دموکراتیګ ګوندن چې مرکز یې د عراق اربیل کې دی او د کردستان هیواد پال اتحادیې ګوند چې مرکز یې په سلیمانیه کې دی، دواړو سره اړیکې لري.

د عراق د حکومت دې چارواکي وویل چې په سلیمانیه او اربیل کې کردي ډلو په یو بل تور لګاوه چې د دې ایراني ډلو سره همکاري کوي نو له همدې کبله د عراق مرکزي حکومت پریکړه وکړله چې هغوي هر څومره ژر چې امکان لري، د هیواد یو بلې برخې ته ولیږدوي.

د عراق صدراعظم شعیه السوداني چې تیر کال واک ته رسیدلی د څو ائتلافي ګوندونو ګډ حکومت یې جوړ کړی. سره لدې چې ښاغلي السوداني د متحده ایالاتو او ترکیې سره اړیکې رغولې دي خو داسې معلومیږي چې هغه ایران ته ډیر نږدې دی.