پاکستان کې د عمران خان ګوند مجازې غونډې پر مهال انټرنیټ ګډوډ شوی

چارواکو په پاکستان کې یکشنبه جنوري اوومه (مرغومي ۱۷) د شپې ناوخته وروسته تر هغه په ټول هیواد کې د انټرنیټ خدمات ګډوډ او ټولنیزو شبکو ته لاسرسی بند کړ چې د مخکني صدراعظم عمران خان ګوند په مجازې توګه خپل منشور اعلاناوه او د انتخاباتو څخه وړاندې یې بسپنه راټولوله.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پدې مجازې غونډې کې په هیواد کې دننه او د باندې خلکو برخه اخیستې وه او پدې خاطر یې ترتیب کړې وه چې له یوې خوا د مطبوعاتو د بندیز او له بلې خوا د حکومت ځپل کیدو څخه ځانونه بچ کړي.

د عامه نظر پوښتونو څخه څرګندیږي چې PTI په پاکستان کې په ملي سیاست کې تر ټولو ستر ګوند او عمران خان تر ټولو محبوب سیاستوال دی.

د نیټ بلاکس په نامه خپلواکه اداره چې په ټولې نړۍ کې د انټرنیت خدمات ، ډیجیټلي حقوق، سایبري امنیت او حکومتولي څاري، تائید کړې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غونډې پیل کیدو څخه وړاندې په پاکستان کې د انټرنیټ خدمات ګډوډ شوي و.

پخپله د تحریک انصاف ګوند چارواکو هم دا موضوع تائید کړې.

نیټ بلاکس د X په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې په ټول پاکستان کې د فیس بوک، انسټګرام، یوټیوب او اکس ټولیزو شبکو ته لاسرسی ګډوډ شوی.

دغه اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی همدارنګه ویلي چې پاکستان چارواکو په ټولنیزو شبکو هماغه شان محدودیتونه وضع کړي و لکه څنګه یې چې د عمران خان ګوند غړیو په مخکنیو غونډو وضع کړي و.

د پاکستان انتخاباتي چارواکو د فبروري میاشتې اتمې عمومي انتخاباتو لپاره پخپله د عمران خان او د تحریک انصاف ګوند جګپوړو غړیو د کاندید کیدو پاڼې رد کړي.

دا ګوند په پرله پسې توګه په پوځ تور پورې کوي چې په انتخاباتو کې د ګډون مخه یې نیسي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د عمران خان ګوند مجازي غونډې پر مهال د انټرنیټ خدماتو ګډوډول غندلي او دا یې نړیوالو قوانینو او بنسټیزو حقونو څخه سرغړاونه بللې.

دې کمیسیون ویلي چې په پاکستان کې ټول ګوندونه د فعالیت کولو حق لري.

د تحریک انصاف ګوند یو ویاند سید ذوالفقار بخاري د انټرنیټ بندیدو په هکله لیکلي، "یو ځل بیا PTI مجازې غونډه درلوده او یو ځل بیا انټرنیټ بند شوی".

ښاغلي بخاري همدارنګه لیکلي هغه څه چې په پاکستان کې د" دیموکراسۍ په نامه کیږي، د روڼتیا په مخ څپیړه ده".

د پاکستان حکومت چې د پوځ ملاتړ ورسره دی، د عمران خان د ګوند جګپوړو غړیو په ګډون یې د دې ګوند د غړیو ځپل پیل کړي. پخواني وزیران او د پارلمان غړي یې پدې تور نیولي چې ګنې تېرکال یې د مۍ په میاشت کې د حکومت ضد مظاهرو کې لاس درلود.

۷۱ کلن عمران خان د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې ادعا وکړه چې متحده ایالات د پاکستان له ځواکمن پوځ سره په همکارۍ د هغه په ګوښه کولو کې لاس درلود. پاکستاني او امریکایي چارواکو دا تور رد کړی دی. په نوموړي تور لګول شوی چې د هیواد د رسمي رازونو د ساتنې له قانون څخه یې سرغړونه کړې او د شخصي سیاسي ګټو لپاره یې په متحده ایالاتو کې د پاکستان د سفیر پټې خبرې افشا کړي دي.

عمران خان ادعا کړې چې د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونالډ لو، ظاهراً په واشنګټن کې د پاکستان له پخواني سفیر اسد مجید خان څخه غوښتي چې د پاکستان پوځي مشرتابه ته ووایي چې عمران خان د پارلمان د نه باور رایې له لارې لرې کړای شي، ځکه چې د دغه هېواد پخواني صدراعظم پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل په اړه ناپیلتوب غوره کړی دی.

کله چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه په اوکراین باندې بشپړ پوځي برید وکړ، عمران خان په یو رسمي سفر مسکو ته ولاړ او هلته یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.

عمران خان له ډېرې مودې راهیسې دغه خبرې د خپلې ادعا د ثبوت په توګه مطرح کوي چې د پاکستان په پارلمان کې د نه باور رایه او له واکه د ده ګوښه کېدل د پاکستان په سیاست کې د امریکا د لاسوهنې پایله وه.