د اسیا په جنوب کې د ځوانانو د مسلکي مهارت نشتوالی او د بیکارۍ کړکیچ

په بنګله دیش کې د محصلینو مظاهرې

په جنوبي اسیا کې د ځوانانو د نفوس زیاتوالی یو ناورین ګڼل کیږي چې کیدای شي هر وخت پیښ شي.

ددغه نفوس زیاتوالی له ګټو سره تړلی دی، خو په میلیونونو ځوانان چې کاري مهارتونه نلري او عاید هم نه لري دا مسله پخ بالقوه توګه د سیمې اقتصادي ظرفیت راکموي.

په جنوبي اسیا کې د ۱.۹ میلیارده وګړو نږدې نیمایي یې تر ۲۴ کلونو کم عمر لري، چې دا په نړۍ کې تر ټولو لوړه شمېره ده. هره ورځ سل زره ځوانان د کار بازار ته داخلیږي. دا سیمه په نړۍ کې د ځوانانو ترټولو لوی کاري ځواک لري.

د کلونو راهیسې، کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په سویلي آسیا کې اکثر ځوانان د عصري کاري بازار لپاره اړین تعلیم او مهارتونه نلري. په ۲۰۱۹ کال کې د یونیسف یوې څېړنې دا خبرداری هم ورکړی چې که په دې برخه کې د بدلون لپاره څه ونه شي، تر نیمايي ډېر ځوانان په ۲۰۳۰ کال کې د مناسبې دندې د نه موندلو له خطر سره مخامخ دي.

د ځوانانو په نړیواله ورځ، په دې سیمه کې د مهارتونو د تشې بحران ته پام واوښت. په داسې حال کې چې د جنوبي اسيا ځينو هېوادونو په وروستيو کلونو کې په دې برخه کې پرمختګ کړی، خو د يونيسف وروستۍ شمېرې د اندېښنې وړ انځور وړاندې کوي.

د شمېرو له مخې په جنوبي اسیا کې ۹۳ میلیونه ماشومان او تنکي ځوانان ښوونځي ته نه ځي او کله چې له هرو لسو ماشومانو څخه شپږ یې ۱۰ کلنۍ ته رسېږي، د لوستلو توان نه لري. یونیسف وايي چې د دغو کسانو کابو دریمه برخه یې په هیڅ کوم تعلیمي، روزنیز یا د کارموندنې په مرکز کې ندي شامل شوي.

په جنوبي اسیا کې د ځوانانو په چارو کې د یونیسف لوړپوړي سلاکار مدز سورینسن له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې دوی خبر دي چې دا سیمه د ماشومانو او ځوانانو تر ټولو لوړه کچه لري، خو "ه بده مرغه په عین حال کې هغه فرصتونو چې دا پدیده کیدای شي لامل یې شي، پوهیږو چې د زیات شمیر ځوانانو لپاره، کافي زده کړې او مهارتونه شتون نلري، او دا د دوی بشپړ ظرفیت ته د رسیدو مخه نیسي."

سورینسن وايي، چې عمده ستونزه د زده کړو کیفیت دی. ډیر شمیر ښوونکي زوړ نصاب تعقیبوي، په ډیرو ځایونو کې ښوونځي د کمپیوټر په څیر اسانتیاوې نلري او زده کونکو ته هغه تخنیکي مهارتونه نه تدریس کیږي چې دوی په عصري کاري چاپیریال کې پرې وده کوي.

هغه وویل، "ځوانان هغه مهارتونه نه ترلاسه کوي چې موږ پوهیږو د کار په بازار کې په ځانګړې توګه په خصوصي سکټور کې يې غوښتنه ډیره ده."

دا معضله د مهارتونو کمښت ستونزه د لیسې څخه اخوا درومي. د نړیوال بانک په وینا، په تیرو دوو لسیزو کې، په سویلي آسیا کې د پوهنتونونو شمولیت درې چنده شوی، چې په اوسط ډول په ۲۰۲۲ کې ۲۷ سلنې ته رسیدلی و.

خو په پوهنتونونو کې د زده کړې کیفیت نابرابر دی، او د پوهنتون ډیری فارغان په دې پوهیږي چې د دوی وړتیا دوی د نن ورځې د کار بازار لپاره بشپړ نه چمتو کوي.

عارف الاسلام په دې وروستیو کې له پوهنتون څخه د سوداګرۍ د مدیریت په برخه کې فارغ شوی او له خپل پلار سره د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې د شیرنیو په پلورنځي کې کار کوي. تېر کال له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته یې د څو دندو لپاره مرکې وکړې، خو په هیڅ یوه کې هم و نه ګمارل شو، چې له امله یې دی مجبور شو چې یوه داسې دنده ومني چې په سختۍ سره د خپل ژوند اړتیاوې پرې پوره کوي.

د عارف پلار اکرم خان وايي، د خپل زوی پر زده کړو یې ۱۳زره ډالر ولګول او د یو ساده تجارت د يبل کولو لپاره یې خپله دنده پرېښوده.

خان د امریکاغږ سره په یوه مرکه وویل چې د خپل زوی په تعلیم ډیرې پیسې لګولي دي. هغه وویل: "[زما زوی] د دې توان نه لري چې داسې دنده ومومي چې د هغه له شرایطو سره سم وي او د پلار په توګه زه بد احساس لرم."

ظاهرالحق په ۲۰۲۲ کال کې له عامه ادارې څخه فارغ شو، خو ونه توانید چې دولتي دنده ترلاسه کړي.

په بنګله دیش کې د حکومتي دندو لپاره د کوټې جنجالي سیسټم، چې د "بنګله دیش د آزادۍ جنګیالیو" د کورنۍ د غړو په ګټه و ددې سب شو چې د عامه خدماتو په سکتور کې د کار کولو لپاره ړ هغه لیوالتیا له منځه یوسي.

ظاهرالحق ً دوه کاله وروسته له دې چې په دولتي ازموینو کې ناکام شو، په ناخوښۍ سره په یو غیر انتفاعي بنسټ کې د کم معاش دنده ومنله. ظاهر امریکا غږ ته وویل، "دا یو څه مایوسه کوونکی و."

د بنګله دیش د کار محدود بازار د ظهیرالحق په څیر ځوان فارغانو ته لږ امکانات وړاندې کوي، خو هغه وايي چې هغه د غوره دندې موندلو هیله نه ده پریښې.

ښه خبر او بد خبر

بنګله دیش چې یو وخت په جنوبي اسیا کې یو له بې وزلو هیوادونو څخه و، په وروستیو لسیزو کې اقتصادي وده تجربه کړې او تر ۲۰۲۶ کال پورې د منځني عاید لرونکي هیواد په لور روان دی.

د نړیوال بانک د رپوټ له مخې، په ټولیز ډول، تمه کیږي چې سویلي آسیا به سږکال ترټولو ګړندۍ وده کونکي بازار وي. د کار نړیوال سازمان په یو تازه راپور کې ویلي، چې تېر کال په جنوبي اسیا کې د ځوانانو د بېکارۍ کچه په تېرو ۱۵ کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې او ۱۵،۱ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د کار نړیوال سازمان وايي، که څه هم دا د ځوانانو لپاره د کار بازار د ښه والي نښه ده، خو د جنوبي اسیا په سیمه کې د بېکارۍ کچه لا هم لوړه ده. دغه سازمان ویلي چې په جنوبي اسیا کې د کار له بازار څخه یو لوی شمیر ځوانې ښځې بې برخې دي، چې د هغو ښځو شمېر چې نه کار کوي او نه هم زده کړې کوي، په سیمه کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

سورینسن وايي، په داسې حال کې چې د بوتان، مالدیف او سریلانکا په څېر هېوادونو په وروستیو کلونو کې د مهارتونو تشه کمه کړې، خو د سیمې ډېر نفوس لرونکي هېوادونه لکه هند، بنګله دېش او پاکستان په دې برخه کې وروسته پاتې دي.

له بلې خوا د ځوانو میرمنو وضعیت ډیر کړکیچن دی. په جنوبي اسیا کې له هرو څلورو نجونو څخه یوه یې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده کیږي، چې په دې توګه د خپلې زده کړې او مسلک وړتیا له لاسه ورکوي.

سورینسن وايي، په بنګله دېش کې د قانوني سن ښکته د ماشومانو د ودونو شمېر په دې وروستیو کلونو کې مخ په خرابېدو دی، په داسې حال کې چې په پاکستان کې دا وضعیت لا هم "خطرناک" پاته دی.

پاکستان په سیمه کې د لوړو زده کړو په برخه کې په ۲۰۲۲ کې د ۱۳ فیصده نوم لیکنې سره وروسته پاتې دی. په داسې حال کې چې دغه هېواد با کیفیته پوهنتونونه لري، محصلین له زاړه نصاب څخه شکایت کوي.

نورالهدا د اسلام اباد په یو پوهنتون کې د انګلیسي ژبې زده کوونکی دی. هغه وايي چې په نصاب کې "د ۲۱ پیړۍ معیارونه شامل نه دي".

هدا وايي چې د هغه د مطالعې ساحه د نورو برخو لکه انجینرۍ یا سوداګرۍ په پرتله کمه ارزول کیږي او دا په راتلونکي کې د هغه د مسلک امکانات کموي. هغه وویل: "د کار بازار خورا رقابتي دی او زه فکر کوم چې زه به د کار موندلو په برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخ شم".

ډیر پلرونه چې د خپلو ماشومانو د زده کړې لپاره پیسې لګوي هم له ورته واقعیت سره مخ دي، او هغه دا چې ښوونځي د کار بازار لپاره د زده کونکو په سمبالولو کې پاتې راغلي.

هما سلیم، چې په راولپنډۍ کې د لومړني ښوونځي ښوونکې ده، د خپل زوی په اړه اندېښمنه ده، چې ډېر ژر به له یو خصوصي پوهنتون څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې فارغ شي. هما سليم وايي، چې د دې پوهنتون له لوړ لګښت سره سره يې زوى په خپله کوډ لیکنه زده کوله.

هما، امریکاغږ ته وویل، "هغه څه چې ما د یو بالغ فرد په توګه ولیدل هغه دا دي چې هغه ته ډیرې ټیورۍ او ایډیاګانې ورزده کیږي خو زده کونکي عملي کار نه زده کوي."

هغه وايي چې په پاکستان کې ټولګي د پخواني وخت کې ګیر پاته دي، په داسې حال کې چې نړۍ بدله شوې ده. د نن ورځې زده کونکي ډیجیټل مهارتونو او "نرم مهارتونو" لکه انتقادي فکر او عامه اړیکو ته اړتیا لري

هما وویل: "دا مهمه نده چې تاسو ډاکټر یاست یا محاسب یا انجینر، په کوم مسلک کې چې تاسو غوره کوئ، تاسو دغو مهارتونو ته اړتیا لرئ."

په وروستیو کلونو کې په سیمه کې حکومتونو د مهارتونو دغه تشې د له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي دي.

په هند کې، د مهارتونو پراختیا او سوداګرۍ وزارت د یونیسف سره همکاري وکړه ترڅو ځوانانو ته د ۲۱ پیړۍ مهارتونه، د زده کړې او د سوداګرۍ فرصتونه چمتو کړي.

په پاکستان کې، د ځوانانو د مهارتونو د پراختیا د پروګرام په نوم د د هغه هیواد د صدراعظم د پروګرام هړف چې په ۲۰۱۳ کال کې تاسیس شوی، د آی ټي، سوداګرۍ، کرنې، سیاحت او حرفوي زده کړو په برخو کې د کار بازار مهارتونو سره د ځوانانو سمبالول دي.

د پاکستان د اسوشیېټډ پرېس د راپور له مخې، د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي د جولای په میاشت کې وویل: "موږ باید خپل ځوانان په داسې مهارتونو سمبال کړو چې د عصري شرایطو سره مطابقت ولري ترڅو د هیواد په پرمختګ کې ونډه واخلي."

په بنګله دیش کې، د ملي مهارتونو پراختیا شورا، چې د صدراعظم له خوا رهبري کیږي، د عصري اقتصاد لپاره د کاري ځواک د مهارتونو د لوړولو یوه نوې پالیسي معرفي کړه.

په جنوبي اسیا کې کالجونو او پوهنتونونو د انتقادي فکر، خلاقیت، نوښت او متشبثینو په ټینګار سره د مهارتونو د تشې بحران حل کړی دی. ځینو ډیجیټل مهارتونو او حرفوي زده کړو ته هم وده ورکړې ترڅو د کار بازار لپاره فارغان ښه چمتو کړي.

سورینسن د سیمې د هڅو ستاینه وکړه، خو ویې ویل چې په سویلي اسیا کې د ځواکمن او عصري کاري ځواک لرلو لپاره لا زیات کار ته اړتیا ده. هغه وويل: "موږ تکرار سره وايو چې ځوانان د نن مشران چې (معلومداره) باید همداسې وي، خو هغوی به تر ډیر د سبا مشران وي."

دا راپور په امریکا غږ کې د مرکزي او جنوبي اسیا د چارو کارپوه مسعود فریور چمتو کړی دی.