الهام علیوف د اذربایجان انتخابات وګټل؛ څارونکي: په ټاکنو کې 'سیالي نه وه'

الهام علیوف او میرمن یې د رای ورکولو پر وخت

د ټاکنو څارونکو د پنجشنبې په ورځ فبروري اتمه (سلواغې ۱۹) وویل، د اذربایجان ولسمشریزې ټاکنې، چې بر حاله ولسمشر الهام علیوف په کې د پنځم ځل لپاره وټاکل شو، په کې سیاسي سیالي نه وه او د جدي ټاکنیزو نیمګړتیاوو او د رسنیو د محدودیتونو سره مل وه.

علیوف د چهارشنبې په ورځ د ۹۲ فیصده رایو په ګټلو سره پداسې حال کې بیا ولسمشر وټاکل شو چې ازادې رسنۍ ځپل شوې وې او د کوم ریښتیني اپوزیسیون په نشتون کې ترسره شوې.

تیر کال په غرني قره باغ کې د ارمني بیلتون غوښتونکو په وړاندې د اذربایجان د تاریخي بریا وروسته د علیوف د حتمي بریالیتوب تمه کیدله.

په اروپا کې د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) څارونکو په باکو کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې پدې ټاکنو کې "سیالي نه وه".

څارونکو وویل، "پداسې حال کې چې شپږو نورو کاندیدانو په انتخاباتي کمپاین کې برخه اخیستې وه، خو هیڅ یو یې په جدیت سره په خپلو کمپاینونو کې د اوسني ولسمشر تګلارې و نه ننګولې، او رایې ورکوونکي یې پرته له کوم اصلي بدیل څخه پریښودل."

دوی زیاته کړه چې رایه ورکونه "په یوه محدوده فضا کې ترسره شوه،" او د ټاکنو په ورځ "د پام وړ نیمګړتیاوې" موجودې وې.

څارونکو همداشان ویلي، "د رایو د محرمیت مسلې، د څو ځلي رایو ورکولو په وړاندې نه خوندیتوب، د رایو د صندقونو د ډکولو نښې نښانې جدي پوښتنې راپورته کړي چې آیا رایې په صادقانه توګه شمیرل شوي او راپور شوي دي که نه".

څارونکي دا هم وایي چې "د انتقادي خبریالانو وروستي نیونې د رسنیو د آزاد فعالیت مخه نیولی ده".

علیوف ته د مبارکۍ پیغامونه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ علیوف ته د "ګران ورور" په خطاب سره هغه ته د ټاکنو د رسمي پایلو له اعلان دمخه مبارکي وویله.

اردوغان او علیوف دواړو مشرانو په ټیلیفوني خبرو کې "ډاډ څرګند کړ... چې زموږ دواړه هېوادونه به د دوه هېوادونو یو ملت د اصولو پر بنسټ، اوږه په اوږه پرمختګ ته دوام ورکړي."

د اوکراین مشر ولادمیر زیلینسکي علیوف ته د مبارکۍ پیغام استولی دی او ویلي یې دي چې "زموږ د هیوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دوه اړخیز ملاتړ" له امله ور څخه مننه کوي.

د علیوف دفتر هم د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ اتمه وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "الهام علیوف ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا مبارکي وویله او هغه ته یې د اذربایجان د پرمختګ او زموږ د خلکو د سوکالۍ لپاره د هغه د ولسمشرۍ په فعالیتونو کې د بریالیتوب هیله وکړه."

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان هم علیوف ته د هغه د "سترې او قاطع بریا" له امله مبارکي وویله، او زیاته یې کړه چې "هغه د هنګري او آذربایجان او همدارنګه د هنګري له خوا د اروپايي اتحادیې د مشرۍ پرمهال د اذربایجان او اروپايي اتحادیې ترمنځ د همکارۍ د لا پیاوړتیا په لټه کې دی."

د اذربایجان په ټاکنو کې شپږ نور کاندیدان لږ پیژندل شوي شخصیتونه وو او د هغه وخت راهیسې چې علیوف انتخاباتو ته ودریدود یو لوی سیاستوال او د هیواد د وسله والو ځواکونو د قوماندان په توګه یې د علیوف ستاینه کړې وه.

په دې وروستیو میاشتو کې د اذربایجان چارواکو پر خپلواکو رسنیو فشارونه زیات کړي او یو شمېر انتقادي خبریالان یې نیولي دي.

۶۲ کلن علیوف په ۲۰۰۳ کال کې د خپل پلار حیدر علیوف له مړینې وروسته د لومړي ځل لپاره ولسمشر شو.

هغه په ۲۰۰۸، ۲۰۱۳ او په ۲۰۱۸ کې په ټولټاکنو کې په پرله پسې توګه ټاکنې وګټلې او ولسمشر پاته شو؛ هغه ټاکنې چې مخالفو کوندونو په کې د درغلیو ادعاوی کړې دي.