یو زورور سمندري طوفان د امریکا د فلوریډا ایالت په لور روان دی

له سپوږمکۍ څخه اخیستل شوی د میلټن سمندري طوفان تصویر - د اکتوبر اوومه

د "میلټن" په نوم سمندري طوفان د مکسیکو له خلیج څخه د متحده ایالاتو د جنوب ختیځ فلوریډا ایالت د ساحل په لور په حرکت کې دی چې له کبله یې د ۲۰۱۷ راهیسې په دغه ایالت کې ترټولو زیات خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ددغه طوفان شدت د طوفانونو د شدت ترټولو لوړې پنځمې کټګورۍ ته رسېدلی دی. د فلوریډا په میامي ښار کې د طوفانونو د څار ملي اداره اټکل کوي چې دغه طوفان ښايي په ځايي وخت د چهارشنبې په سهار ددغه ایالت د ټامپا ګڼ میشتي ښار ته ورسیږي.

اټکل کیږي چې د میلټن طوفان به پر هغو سیمو راشي چې د اکتوبر په ۲۶مه د "هلین" په نوم سمندري طوفان ځپلي دي.

فلوریډا کې د د وتلو په مسیرونو کې ګڼه ګوڼه

د هلین طوفان د فلوریډا په ګډون د امریکا د ختیځ ساحل په ګڼو ایالتونو کې ګڼ کورونه او سرکونه ویجاړ کړل او له ۲۲۵ زیات کسان پi کې مړه شول. تر نیمايي زیاته مرګ ژوبله د شمالي کارولینا په ایالت کې اوښتې ده.

د فلوریډا والي ران دي سانتیس د میلټن د طوفان له رارسېدو وړاندې ددغه ایالت له ۶۷ څخه په ۵۱ ولسوالیو کې بیړنی حالت اعلان کړی او اټکل یې کړی چې د سمندر د اوبو څپې ښايي تر شپږو مترو لوړې شي او "ډیر زیات زیان" واړوي.

دي سانتیس د یکشنبې په شپه خبریالانو ته وویل: "که تاسو د فلوریډا د لویدیځ ساحل په هغو سیمو کې اوسیږۍ چې له خطر سره مخامخ دي او بیړنی حالت پi کې اعلان شوی، تاسو باید همدا اوس لاړ شئ او د تخلیې د امر تر رارسېدو تم نشئ."

په ۲۰۱۷ کې د ایرما په نوم د یو سمندري طوفان وړاندې د فلوریډا په ایالت کې له شاوخوا اوو میلیونو خلکو څخه غوښتنه شوې وه چې خپل کورونه پرېږدي چې په ترڅ کې یې د ګڼې ګوڼې له کبله د تخلیې لارې بندې شوې وې او د تیلو د پمپونو مخې ته اوږده کتارونه جوړ شوي وو.

د تیرو طوفانونو څخه په زده کړه، د فلوریډا ایالت دا ځل د تخلیې په مسیرونو کې د بیړنيو حالاتو لپاره د تیلو اضافي پمپونه او د برقي موټرو د چارجولو مرکزونه پرانیستي دي.