ديپیکا او رنویر واده کوي

دغې جوړې ټک پنځه کاله مخکې په یو فلم کې کار وکړ

د هند د فلمي نړۍ دوې مخکښې څېرې دپيکا پدوکون او رنویر سنګه نن شپه (نومبر۱۴) د ایټالیا د کومو په جهیل کې واده کوي.

دا واده د ایټالیا د ویلا بالبیانیلو په مشهورې سیمې کې کیږي. دغې جوړې ټک پنځه کاله مخکې یو ګډ فلم جوړ کړ.

د ویلا بالبیانیلو د سیمې ارزښت په دې کې دی چې دغلته د نړۍ د یو شمېر مشهورو فلمونو صحنې ډکې شوي دي.

شاه، ناوې او میلمانه به په کښتیو کې راځي او ورڅېرمه سیمې به په سپینو ګلانو پوښل شوې وي. د دغې واده د امنیت لپاره خصوصي امنیتي ساتونکي هم ګمارل شوي دي.

دپيکا او رنویرسنګه په ګډه د پدماوات او باجېرو مستاني په فلمونو کې هم ګډ کار کړی دی او د دې تر څنګ یې په ځینو نورو فلمونو کې هم کار کړی دی.

زوم ۳۳ او ناوې ۳۲ کلن دي. ډپيکا د هند لومړنۍ فلمي ستورې ده چې د ټایم مجلې یې د نړۍ د اغیزناکو شخصیتونو په لست کې راوستې وه. دوی دواړو خپل واده خبر په ټویټر کې خپور کړ.