په هند کې مذهبي مراسمو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه شول

د هند په جنوبي ایالت کاریلا کې د هندوانو په یو معبد کې د اور لګېدلو په یوې پېښې تر ۱۰۰ ډېر کسان مړه شول. په پېښه کې چې د یکشنبې په ورځ وشوه، لږ تر لږه ۲۸۰ تنه نور ژوبل شوي هم دي.

خلک په مذهبي مراسمو کې د اور لوبې نندارې ته راټول شوي وو، چې ټيل ماټیل وشو او تر پښو لاندې شول.

په همدې حال کې د افغانستان د جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې، ولسمشر محمد اشرف غني، د قربانیانو له کورنۍ او هند له حکومت سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

دا په هند کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده. د ۲۰۱۵ کال او ۲۰۱۴ کال د جولاۍ او جنوري په میاشتو کې د سپيڅلي سمندر په غاړه او ممبۍ کې په مذهبي مراسمو کې ۴۵ تنه مړه او ۴۰ نور ژوبل شول.

د فرانسې خبري اژانس وايي، چې د ۲۰۰۸ کال د اګست په میاشت کې د هند په شمالي ایالت هماچال پرادیش کې، په مذهبي مراسمو کې د غره د ښویدو د اوازې له کبله ټیل ماټیل کې ۱۵۰ عبادت کوونکي تر پښو لاندې مړه شول.

د همدغه کال د سپتمبر په ۳۰ نېټه بیا د چادپور په ایالت کې په مذهبي مراسمو کې، هغه مهال ۲۲۴ تنه مړه شول، چې د معبد لوړې تپي ته د رسېدو په هڅه کې یې ټیل ماټیل جوړ کړ.

د مدهیا پرادیش، راټنګر ښار، کمب میلا او بهار ایالتونو کې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې په بېلا بېلو مذهبي مراسمو کې، لږ تر لږه ۲۰۱۹ کسان مړه شول او سلګونه نور ژوبل شول.