د هند سترې محکمې سه شنبې نومبر پنځمه (لړم ۱۵) ددغه هیواد ترټولو ګڼ میشتي ایالت اترپردیش کې په مدرسو بندیز لغوه کړ چې له کبله یې په زرګونو زده کوونکو او ښوونکو د ارامتیا ساه اخیستې ده.
د مارچ په میاشت کې د اله اباد ښار عالي محکمې په اترپردیش ایالت کې د ۲۰۰۴ کال راهیسې نافظ د مدرسو تنظیموونکی قانون لغوه کړ، هغه یې د هند د اساسي قانون د سیکولریزم له مادې سره په تضاد کې وباله او امر یې وکړ چې ټول زده کوونکي یې باید عامو ښوونځیو ته ولیږدول شي.
په ستره محکمه کې د مارچ د میاشې د فیصلې له لغوه کېده سره د هند په دغه شمالي ایالت کې شاوخوا ۲۵۰۰۰ مدرسو دوباره د فعالیت اجازه ترلاسه کړې ده. دغه مدرسې شاوخوا ۱۰ زره ښوونکي لري او لږ تر لږه ۲.۷ میلیونه کسان پکې په دیني زده کړو بوخت دي.
د هند قاضي القضات ډي وای چندراچود د محکمې د فیصلې د اعلان پر مهال وویل: "دا پرېکړه د ایالت له هغه مثبت مسئولیت سره سمون لري چې له مخې یې ماشومانو ته د لازمې زده کړې زمینه برابره شي."
د سترې محکمې ددې پرېکړې په اړه د اترپردیش ایالتي حکومت سمدستي کومه تبصره نه ده کړې.
د صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ د بهارتیا جنتا ګوند (بې جې پي) چې په اترپردیش کې واکمن دی، هڅه کوي چې په شمال ختیځ ایالت اسام کې هم په سلګونو مدرسې په دودیزو ښوونځیو بدلې کړي.
مسلمانانو او د بشري حقونو ډلو د بي جې پي ځینې غړي تورن کړي چې د اسلام ضد افکارو او کرکې ته لمن وهي او د مسلمانانو ملکیتونه ویجاړوي.
مودي او بي جې پي په هند کې د مذهبي تبعیض شتون ردوي او وايي چې دوی د ټولو ټولنو د پرمختګ لپاره کار کوي.