د هند د واکمن گوند یو وکیل: په تابعیت د قانون ضد اعتراض کوونکو ډزې کوم

د هند د تابعیت د نوي قانون پر ضد د مظاهرو یوه څنډه

په غربي بنگال کې د هند د صدراعظم نریندرا مودي د بهارتیا جناتا گوند مشر ویلي چې پر هغو خلکو باندې به ډزې وکړي او بندیان به یې کړي چې د دین په اساس د تابعیت د نوي قانون پر ضد مظاهرې کوي.

دلیپ گهوش چې په غربي بنگال کې د بهارتیا جناتا گوند رئیس او د هند د پارلمان غړی دی دغه څرگندونې د یکشنبې په ورځ د بنگله دیش سره په پوله په یوه سیمه کې د خپل گوند غړو ته وکړې.

ښاغلي دلیپ گهوش، وویل: "زمونږ حکومت به دغه شیطانان د سپي په څیر په مرمیو وولي."

هغه اعتراض کوونکو ته په خطاب کې وویل چې له مظاهرو لاس واخلي او که نه وبه ډبول شي، په مرمیو به وویشتل شي او بندیان به شي.

په هند کې د دین په اساس د تابعیت ورکولو د قانون پر ضد د مظاهرو د پیل کیدو راهیسې تر اوسه ٢٣ تنه اعتراض کوونکي وژل شوي چې اکثر یې مسلمانان دي. د هند د تاعیت دغه نوی قانون د تیر کال د دسمبر په ١١ تصویب شو.

ددې قانون په اساس د مسلمانانو پرته نورو مهاجرینو ته چې د ٢٠١٥ کال دمخه له افغانستان، پاکستان او بنگله دیش نه هند ته تښتیدلي ورته د هند تابعیت ورکول کیږي.

منتقدین وایي دغه قانون د هند پر سیکولر اساسي قانون باندې برید دی چې د هند د صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ د ملتپاله حکومت له لورې کیږي.