د هند پارلمان د اداني د قضيې په تړاو په موقتي توګه وځنډول شو

په نوي ډیلي کې د هند پارلمان (د ارشیف عکس)

د هند د پارلمان دواړه جرګې پنجشنبې نومبر ۲۸ (لیندۍ اتمه) په اداني شرکت باندې د درغلیو د تورونو په قضیه کې د مخالفتونو له کبله په موقتي توګه وځنډول شوې.

په پارلمان کې د حکومت مخالف مشران د تیرو دریو ورځو راهیسې په اداني ګروپ شرکت باندې د متحده ایالاتو لخوا د تورونو د قضیې د سپیناوي غوښتنه کوي.

د متحدو ایالتونو څارنوالانو د اداني ګروپ میلیاردر مالک ګواتم اداني د سلګونو میلیونو ډالرو بډې ورکولو او له پانګوالو څخه د تادیاتو د پټولو په قضیې کې تورن کړی دی.

ګواتم اداني او د هغه د شرکت څو تنه غړي تورن دی چې د لمریزې انرژۍ د ګټورو تړونونو د ترلاسه کولو لپاره یې هندي چارواکو ته د ۲۵۰ میلیون ډالر رشوت په ورکولو موافقه کړې او ددې لپاره یې په امریکا کې له پانګه والو څخه د پیسو ټولولو لپاره هغوی ته غلط معلومات ورکړي دي.

دا مطلب هم ولولئ امریکايي څارنوالانو هندي میلیاردر ګاتم اداني د سلګونو میلیونو ډالرو په رشوت ورکولو تورن کړ

د هند د اپوزیسیون کانګرس ګوند وکیل منیکم ټاګور چې د اداني ګروپ په خلاف د احتجاج مشري کوي، وویل: "موږ په دې اړه په پارلمان کې پرېکړه غواړو. دا دریمه ورځ ده چې موږ د اداني د مسلې په اړه له صدراعظم څخه د ځواب غوښتنه کوو."

په هند کې د اپوزیسیون زیاتره ګوندونو پر صدراعظم نریندرا مودي او د هغه په بهارتیا جنتا ګوند (بي جې پي) تور پورې کړی چې د اداني ګروپ ننګه کوي او په اړه یې په هند کې د تحقیقاتو مخنیوی کوي. مودي او ګوند یې دا تورونه در کړي دي.

د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي د ۶۲ کلن اداني د نیول کېدو غوښتنه کړې ده.

که څه هم حکومت د هغه د نیولو په اړه څه نه دي ویلي خو بي جې پي ګوند ویلي چې له اداني څخه د دفاع کولو لپاره هیڅ دلیل نلري. بي جې پي همدارنګه ټینګار کړی چې له لویو پانګه والو او شرکتونو مالکانو سره ستونزه نلري او هغوی د هند په اقتصادي وده کې خپل همکاران بولي.

د بي جې پي ویاند ګوپال کریشنا د سه شنبې په ورځ وویل "هغه [ګواتم اداني] دې له ځان څخه پخپله دفاع وکړي،" او ټینګار یې وکړ چې په دې اړه به قانون پلی کیږي.

ګواتم اداني د هند د ګجرات په احمداباد کې په یوې متوسطې کورنۍ کې زېږېدلی، هغه په ۱۶ کلنۍ کې ښوونځی پرېښود او ممبۍ ته ولاړ چې د قیمتي ډبرو کار پیل کړي.

نوموړي د خپل ورور د پلاستیکو په فابریکې کې له څه وخت کار کولو وروسته په ۱۹۸۸ کال کې د اداني شرکت جوړ کړ، اوه کاله وروسته یې په ګجرات کې د یو انتقالاتي بندر د جوړولو تړون ترلاسه کړ او چارې یې هم خپله څارلې، دا د اداني یوه لویه تجارتي لاس ته راوړنه وه.

په تېر کې هم د سوداګرۍ په نړۍ کې د اداني ګروپ د چټکې پراختیا په اړه شکونه وو. د "څېړنو کریډټ سایټ" ادارې په ۲۰۲۲ کال کې خبرداری ورکړی و چې دا ګروپ له حده زیات پوروړی دی.

په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د پانګونې یو شرکت (هیندنبورګ تحقیقات) په خپل راپور کې ادعا وکړه چې د اداني شرکت له لسیزو راهېسې" په ونډو کې د لاسوهنې او محاسبي اختلاس په بې باکې طرحې کې" دخېل دی.

هیندنبورګ ویلي وو چې د دغه شرکت په اړه د هند د حکومت نرمښت د دې لامل شوی چې پانګوال، خبریالان، عام خلک او سیاستوال د غچ اخیستو له ویرې د دغه شرکت د سوداګرۍ په نوعیت انتقاد ونه کړي.