د هند په جنوبي ایالت کیرالا کې د "نیپا" په نوم د ناروغۍ له کبله د دوو کسانو له مړینې وروسته ښوونځي تړل شوي او د خلکو پر راټولېدو باندې بندیز لګول شوی دی.
دا ویروسي ناروغي له شوپرکانو او خوګانو څخه انسانانو ته لیږدیږي او د وژونکې تبې لامل کیږي.
د کیرالا مقاماتو د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۱۴ (وږي ۲۳) وویل درې نور کسان هم په دې ناروغۍ اخته شوي او د ۱۵۳ روغتیايي کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۷۰۰ کسان چې په ویروس د اخته ناروغانو سره په تماس کې شوي و، تر څار لاندې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دا ناروغي چې تر اوسه یې واکسین ندی جوړ شوی، د انسانانو تر منځ هم سرایت کوي.
ددې ناروغۍ په نښو کې شدیده تبه، کانګې او تنفسي انتانات شامل دي، خو په ځینو مواردو کې د دماغ د التهاب سبب کیږي او ناروغ کوما ته بیايي.
روغتیا پالان وايي، معمولا په ویروس باندې د اخته کېدو په دوو اونیو کې دا نښې راڅرګندیږي خو په ځینو مواردو کې کیدای شي تر ۴۵ ورځو وخت ونیسي.
په ویروس باندې د اخته شویو کسانو د مړینې امکان له ۴۰ څخه تر ۷۵ سلنه ښودل شوی دی.
د کیرالا په ایالات کې پنځه کاله وړاندې هم په دې ویروس د اخته کیدو له کبله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي وو.
نیپا ویروس په لومړي ځل په ۱۹۹۸ کې په مالیزیا کې د خوګانو په فارمونو کې وموندل شو او په هند کې په لومړي ځل په ۲۰۰۱ کې د ختیځ بنګال په ایالت کې خپور شوی و.
د روغتیا نړیوال سازمان ددغې ناروغۍ مخنیوی په خپلو لومړیتوبونو کې شامل کړی او ویلي یې دي چې په هغو ټولنو کې چې پیاوړي حفاظتي تدابیر نلري، دا ساري ناروغي عامي روغتیا ته جدي خطر پيښولی شي.