د هند د کرناټکا په ایالت کې نن سه شنبه مارچ ۱۴ (کب۲۳) عالي محکمې په ټولګیو کې په حجاب د بندیز په پلوۍ پرېکړه وکړه.
څه موده مخکې د دغه ایالت حکومت پرېکړه کړې وه چې د ښوونځیو او پوهنتونونو په ټولګیو کې به مسلمانې نجونې حجاب نه کوي.
د هند په نورو ایالتونو کې په حجاب باندې کوم بندیز لګول شوی نه دی خو ښايي د کرناټکا ایالت د عالي محکمې دا پرېکړه نورو ایالتونو کې هم دغه کار ته لاره هواره کړي.
په حجاب د بندیز په ضد هغه مهال ناندرۍ او مظاهرې پیل شوې چې په دغه ایالت کې یو دولتي ښوونځي ته مسلمانې نجونې، چې حجاب یې اغوستې و، پرېنښودل شوې. د دغه کار مخالفین او مظاهره کوونکي وايي چې په دې سره به مسلمانې نجونو د تعلیم او اساسي حقونو څخه بې برخې کېږي.
خو په حجاب د بندیز په پلوۍ هم یو شمېر زده کوونکو مظاهرې وکړې. په ټولنیزو رسنیو کې د یوې نجلې، چې حجاب یې لره، ویدیو ډېره خپره شوه. په ویدیو کې ښودل کېږي چې دا نجلۍ د حجاب په مخالفت د مظاهره کوونکو شاګرادنو په مخکې د خپلو حقونو څه د دفاع چېغې وهي.
د کرناټکا محکمې ویلي دي چې د دغه ایالت حکومت د زده کوونکو د یونیفورم د ټاکلو صلاحیت لري.
راپورونه وايي چې د صدراعظم نرېندرا مودي د ملتپاله ګوند په مشرۍ حکومت کې په هند کې د «مسلمانانو په ضد نفرت مخ په زیاتېدو» دی.
د بشري حقونو او اقلیتونو د حقونو فعالانو د محکمې دا پرېکړه غندلې ده. په نوي ډهلي کې یوې محصلې فاطمه افرین په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په حجاب د بندیز په اړه د محکمې پرېکړه لویه نا انصافي ده او پایلې به یې «ظالمانه او غیر انسان» وي.
We are not going to be silent bystanders and overlook this grave injustice. Indeed Allah is with those who persevere!Muslimah Allahabad%27s statement on the Karnataka High Court verdict banning hijab. pic.twitter.com/QeUqq85Bb9
— Afreen Fatima (@AfreenFatima136) March 15, 2022
نوموړې لیکلي دي چې مسلمان محصلین به د دغې پرېکړه په اړه ارام او لاس تر زنې نه کیني.
په همدې حال کې د کرناټکا ایالت د پوهنې وزیر ویلي دي چې مسلمان زده کوونکي باید د محکمې پرېکړې ته درناوی وکړي. د شمېرو له مخې هند شاوخوا ۱.۴ میلیارد نفوس لري چې ۱۴ سلنه یې مسلمانان دي. د هند په تاریخ کې په عامه ځایونو کې هېڅکله هم په حجاب بندیز لګول شوی نه و.
د اسوشییتډپرس خبري اژانس وايي ښايي د محکمې دا پرېکړه په هند کې مذهبي اختلافونه نور هم زیات کړي.