د هند د سترې محکمې قاضیان ښوونځیو کې د حجاب په بندولو د نظر اختلاف لري

د هند کرناټکا په ایالت کې په ښوونځیو کې په حجاب کولو تر بندیز وروسته ګڼ شمیر خلکو مظاهرې وکړلې.

وروسته تر هغه چې د هند په جنوب لویدیځ کې د کرناټکا په ایالت کې عالي محکمې په درسي ټولګیو کې د نجونو د حجاب د منع کولو پریکړه صادره کړه، پدې هیواد کې د مسلمانانو څو ډلو د هند سترې محکمې ته د دې پریکړې په خلاف عریضه وکړله.

خو په سترې محکمې کې د دوو قاضیانو تر منځ د نظر د اختلاف له کبله پنجشنبه اکټوبر ۱۳ (تلې۲۱) دا موضوع یو بل جګپوړي هیت ته وسپارل شوه چې درې یا تر دریو ډیر قاضیان پکې برخه لري.

په سترې محکمې کې قاضي هیمنت ګوپتا او سودانشو دولیا د مسلمانانو په عریضې د غور کولو څخه وروسته پدې هکله بیلا بیل حکمونه صادر کړل.

ښاغلي ګوپتا د پنجشنبې په ورځ پخپل حکم کې وویل چې د نظر د اختلاف له کبله باید دا موضوع د محکمې یوې بلې څانګې ته د پریکړې کولو لپاره وسپارل شي چې د دوو څخه ډیر قاضیان پکې برخه لري او د حکومت په خلاف د مسلمانو ډلو د استیناف غوښتنه یې رد کړله.

خو بل قاضي دولیا بیا پخپل حکم کې ویلي چې د مذهب په تطبیق کې لاسوهنې ته اړتیا نشته او وایي چې عالي محکمې ناسم لوری غوره کړی.

دې قاضي وویل: " یو شی چې ما ته تر ټولو مهم دی هغه د یو ماشوم زدکړه ده".

د هند د کرناټکا په ایالت کې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ په میاشت کې عالي محکمې په ټولګیو کې په حجاب د بندیز په پلوۍ پرېکړه وکړه.

څه موده مخکې د دغه ایالت حکومت پرېکړه کړې وه چې د ښوونځیو او پوهنتونونو په ټولګیو کې به مسلمانې نجونې حجاب نه کوي.

د هند په نورو ایالتونو کې په حجاب باندې کوم بندیز لګول شوی نه دی خو ښايي د کرناټکا ایالت د عالي‌ محکمې دا پرېکړه نورو ایالتونو کې هم دغه کار ته لاره هواره کړي.

په حجاب د بندیز په ضد هغه مهال ناندرۍ او مظاهرې پیل شوې چې په دغه ایالت کې یو دولتي‌ ښوونځي ته مسلمانې نجونې،‌ چې حجاب یې اغوستې و، پرې نښودل شوې.‌ د دغه کار مخالفین او مظاهره کوونکي‌ وايي‌ چې په دې سره به مسلمانې نجونې د تعلیم او اساسي حقونو څخه بې برخې کېږي.

د بشري حقونو او اقلیتونو د حقونو فعالانو د محکمې دا پرېکړه غندلې ده. په نوي‌ ډهلي کې یوې محصلې فاطمه افرین په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې په حجاب د بندیز په اړه د محکمې پرېکړه لویه نا انصافي ده او پایلې به یې «ظالمانه او غیر انساني» وي.‌