هند: کشمیر کې مو د جیش محمد قوماندان او څو اورپکي وژلي 

د هند امنیتي ځواکونه 

په هند کې چارواکي وایي د ترهګرو په ضد عملیاتو کې یې په پاکستان کې د اورپکې ډلې «جیش محمد» د یو لوړ پوړي قوماندان په ګډون پنځه ترهګر وژلي‌ دي.

د کشمیر د پولیسو مشر ویجی کمار رویټرز خبري اژانس ته وویل چې دا کسان د «سرینګر» په جنوب کې په دوو جلا عملیاتو کې وژل شوي دي.

نوموړي وویل: «موږ په دغو سیمو کې د خپلو هڅو «معلوماتو» په اساس د شپې دوه جلال بریدونه وکړل. د جیش محمد د قوماندان زاهد واڼي او د کفیل په نامه د یو پاکستاني په ګډون مو پنځه اورپکي ووژل.»

ښاغلي‌ کمار وویل چې تر دغو عملیاتو مخکې د شنبې په سهار په سرینګر کې یو پولیس چارواکی د خپل کور مخې ته په ډزو ووژل شو.

تر دې دمه د هندي چاروکو د دغې ادعا په اړه د جیش محمد ډلې او پاکستاني‌ چارواکو څه نه دي‌ویلي.

هندي چارواکي همدغه راز وايي چې د جنورۍ په ۲۱ نېټه «په کشمیر کې یې اته پاکستانیان وژلي» دي.

تېر کال په کشمیر کې په بریدونو کې یو شمېر ولسي خلک هم ووژل شول.‌ اورپکو په غیرکشمیري وګړو، کډوالو کارکوونکو،‌ هندوانو او سیکانو هم بریدونه وکړل.

هند په سیمه کې لوی پوځي حضور لري او ځواکونو یې د دغو بریدونو ځواب په جدیت سره ورکړی دی.

یو پولیس چارواکي وویل چې تېرکال ۱۸۹ اورپکي یې په کشمیر کې وژلي‌ دي.