د افغانستان په جنوب ختیځ کې د مالدارۍ مسئولین وايي چې د غواګانو د فارمونو شمېر مخ په زیاتېدو دی او که ددغه بهیر ملاتړ وشي نو په بازارونو کې د لبنیاتو اړتیا به په کور دننه پوره شي.
د پکتیا د مالدارۍ چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د تیر کال په پرتله د غواګانو د فارمونو شمېر دوه چنده زیات شوی دی.
ددغه ولایت د مالدارۍ امر عبدالبصیر امریکا غږ ته وویل: "دلته موږ د ریاست زراعت لخوا خلک وینو چې پانګونه کوي... تېر کال لس فارمونه وو، خوشبختانه اوس شل فارمونه شته چې په هر فارم کې تر شلو زیاتې غواګانې دي."
د غواګانو د فارمونو د شمېر له زیاتېدو سره، د پکتیا په بازارونو کې چې یو وخت د لبنیاتو له کمښت سره مخامخ وو، اوس ددغو محصولاتو اندازه زیاته شوې ده.
د غواګانو د فارمونو چلوونکو ډاډ څرګند کړی چې که د مالونو د پالنې او محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې یې ملاتړ وشي نو په ځايي بازارونو کې به د لبنیاتو اړتیا پوره کړي او له بهر څخه د وچو شیدو او نور زراعتی محصولاتو واردولو ته به اړتیا نه وي.
دوی له مسئولینو غوښتنه کوي چې د اوس لپاره باید هېواد ته د وچو شیدو د واردولو پر مقرراتو له سره غور وکړي.
په پکتیا کې د غواګانو د فارم مسئول یوسف زرین ګل امریکا غږ ته وویل: "تاسو ګورئ چې له بهر څخه وچې شیدې او نور زراعتي توکي راځي چې زموږ بازار یې خراب کړیدی، زما غوښتنه له عامي روغتیا او د زراعت له ادارو څخه دا ده چې پدې برخه کې جدي شي تر څو زموږ کار خراب نشي."
فارم لرونکي له اړوندو ادارو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د فارم لرونکو د ستونزو هوارولو ته پام واړوي او په ځانګړي ډول د حیواني ناروغیو په مخنیوي کې له دوی سره همکاري وکړي.
د غواګانو د یو بل فارم لرونکي سمیع الله له مسئولینو څخه د غوښتنې په توګه وویل: "له فارمونو سره باید زیاته همکاري وکړي او د حیواناتو د ناروغیو په مخنیوي او واکسین کې مرسته وکړي ځکه دلته علاقمندي موجوده ده او زیاتې کورنۍ غواوي لري او ساتي یې."
د جنوب ختیځ برسېره د افغانستان په نورو سیمو کې هم د غواګانو د فارمونو شمېر مخ په زیاتېدو ښودل شوی دی.
Your browser doesn’t support HTML5
په پکتیا کې مسئولینو ویلي چې د فارم لرونکو غوښتنو ته په رسیږي او ډاډ یې څرګند کړی چې په بازارنو کې خلک ترډېره د وطني لبنیاتو اخیستو ته لومړیتوب ورکوي.
د افغانستان په جنوب ختیځ کې د غواګانو د منظمو فارمونو د جوړولو په برخه کې د پانګه اچوونکو لیوالتیا په داسې حال کې زیاته شوې چې په دغه سیمه کې د کورنیو په کچه د څارویو د ساتنې دود هم مخ په پراخیدو ښودل شوی دی.