د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د پنبې په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د هلمند د کرنې او مالدارۍ د رئیس انجنیر زلمي الکو په وینا سږ کال په دغه ولایت کې پر ۱۵۹۱۰ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې وه چې په وینا ۶۵زره میټریکه ټنه پنبه ورڅخه تر لاسه شوې ده.
ښاغلي الکو نن یکشنبه ډسمبر سپږمه ( لېندۍ ۱۶) امریکا غږ ته وویل چې تیر کال په دغه ولایت کې ۵۵ زره میټریکه ټنه پنبه تولید شوې وه.
هغه زیاته کړه: "دې ولایت کې د پنبې دکرکېلي د ودې او پراختیا لپاره پر بزګرانو د پنبې اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، د اړتیا وړ درمل او نور اړین توکي وېشل شوي او ترڅنګ یې بزګرانو او ځمکوالو ته د پنبې ننداریزې قطعې هم جوړې شوي دي."
د هلمند ولایت پنبې پخوا یې د سپینو زرو په نوم شهرت درلود او د یاد ولایت د بست تصدۍ په فابریکه کې پروسس کیږي.
د هلمند ولایت د بُست تصدۍ د هېواد په کچه لرغونی فابریکه ده چې د چارواکو په وینا د څه باندې ۳۰ زره ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو په اساس دا مهال د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په لسګونه زره هکتاره ځمکه کې پنبه کرل کیږي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې هلمند، بلخ، پروان، کونړ، ارزګان، فاریاب، هرات، بغلان، بادغیس، نیمروز،جوزجان، کندز، لغمان، تخار، کاپیسا، ننګرهار، سمنګان، سرپل، کندهار او کابل هغه ولایتونه دي چې په کې پنبه کرل کیږي.