د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان حکومت ته پنجشنبې مې ۲۶ (غبرګولي۵) خبرداری ورکړی که په ۶ ورځو کې یې د نویو ټاکنو نیټه اعلان نکړي، د خپلو سلګونو زرو پلویانو سره یو ځای به په اسلام آباد کې پرلت وکړي.
ښاغلي خان خپلو زرګونو پلویانو ته په وینا کې وویل، " زه تاسو (د پاکستان حکومت) ته شپږ ورځې وخت درکوم. تاسو باید پدې شپږو ورځو کې پارلمان منحل او ټاکنې اعلان کړئ. که تاسو دا کار ونکړئ، زه د ټول ملت سره یو ځای اسلام آباد ته راځم".
سره لدې چې د پاکستان حکومت د عمران خان پلویان د مظاهرو څخه منع کړي و، خو د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني صدراعظم پدې ټینګار کوي چې مظاهرې به یې سوله ایزې وي او تر هغه وخته به روانې وي چې حکومت نوي انتخابات نه وي اعلان کړي.
سره لدې چې عمران خان هوډ کړی و په اسلام آباد کې به د خپلو پلویانو سره پرلت کوي خو د پنجشنبې په ورځ یې وروسته تر هغه چې پولیسو د اوښکې بهونکي ګاز څخه کار واخیست او د ښاغلي خان پلویان یې وځپل، مظاهرې هم پاې ته ورسیدې.
عمران خان ادعا کوي چې پولیسو یې د ګوند ۵ کار کوونکي وژلي او ګڼ شمیر یې ټپي کړي.
هغه وویل، " ما پریکړه کړې وه چې تر هغه وخته به دلته ناست یم چې حکومت دواړه اسامبلۍ منحل کړې نه وي او د انتخاباتو اعلان یې نه وي کړی خو څه چې ما په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ولیدل، حکومت خلک د ګډوډۍ په لور بیایي".
د پاکستان حکومت پایتخت اسلام آباد ته د عمران خان د پلویانو د ورتګ د مخنیوي لپاره ټولې لارې بندې کړي او په سړکونو کې یې کانټیرونه ځای پر ځای کړي او زرګونه پولیس او ملیشې یې هم ګمارلي.
حکومت همدارنګه په اسلام آباد کې د پارلمان د ودانۍ، سترې محکمې او هغې دپلوماتیکي سیمې د خوندیتوب لپاره چې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه پکې دي، سرتیري په دندو ګمارلي دي.
خو سترې محکمې د چارشنبې په ورځ حکومت ته امر وکړ چې د سړکونو څخه دې ټولې موانع لیرې کړل شي او د ښاغلي خان د پلویانو لپاره دې زمینه برابره شي چې د خپل دیموکراتیک حق څخه په ګټې اخیستو مظاهره وکړي او په سوله ایزه توګه دې خواره واره شي.
سره لدې چې محکمې د ښاغلي خان پلویانو ته امر کړی و چې پایتخت ته دې نه ځي خو د هغه زرګونه پلویان اسلام آبا ته ورسیدل او د پولیسو سره اخ او ډب وکړ. پولیسو په مظاهره چیانو اوښکې بهوونکی ګاز وکاروه او په ډنډو یې ووهل.
چارواکي وایي چې مظاهره چیانو ونو، موټرو، دکانونو او د موټرو یو تم ځای ته اور اچولی او د پاکستان د اطلاعاتو وزیره مریم اورنګزیب وایي چې د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په شخړو کې لږ تر لږه ۱۸ پولیس او ملیشې ټپي شوي.
په پنجاب او کراچۍ کې هم د پولیسو او عمران خان د پلویانو او تحریک انصاف ګوند د غړیو تر منځ اخ او ډب شوی.
په هغو ویډیوګانو کې چې په ټلویزیونو کې خپرې شوي، ښودل کیږي چې پولیس د عمران خان پلویان په ډنډو وهي، د هغوي د موټرو ښیښې ورماتوي او په ځینو ځایونو کې یې د پولیسو په موټرو کې په زور اچوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله په اسلام آباد کې په خبري کنفرانس کې تائید کړه چې پولیسو په ټول هیواد کې د تحریک انصاف ګوند د پلویانو په ۴۵۰۰ کورونو، دفترونو او د مظاهرو په ځایونو چاپې اچولې او شاوخوا ۱۷۰۰ سوه کسان یې نیولي دي.
دا لومړی ځل ندی چې د کرکټ دا پخوانی لوبغاړی په هیواد کې د نویو انتخاباتو غوښتونه کوي. وړاندې تر دې چې د سیاسي مخالفینو لخوا په ملي اسامبلې کې د نه باور د رای ګیرۍ له مخې له واکه لیرې شي، عمران خان د هیواد د جمهور رئیس څخه وغوښتل چې پارلمان منحل او د نویو انتخاباتو لپاره نیټه اعلان کړي چې همداسې وشول.
خو وروسته د پاکستان سترې محکمې نه یوازې د پارلمان منحل کول بلکې د ملي اسامبلې لخوا د نه باور د رای ګیرۍ مخه نیول غیرې قانوني وبلل او حکم یې صادر کړ چې د اپریل په ۹مه باید ملي اسامبله غونډه وکړي او د نه باور رای ګیري وشي.
د ۱۹۴۷ کال راپدیخوا چې پاکستان آزاد شوی، تر اوسه هیڅ یو صدراعظم پکې خپله پنځه کلنه واکمني نده پوره کړې او عمران خان د دې هیواد لومړنی صدراعظم شو چې د عدم اعتماد د رای ګیرۍ پر اساس د واکه لیرې کیږي.