په عمران خان اخلاقي تورونه لگیدلي

د پاکستان د پارلیمان غړې عایشه گلالۍ وزیر

د پاکستان د پارلیمان غړې عایشه گلالۍ وزیر

د پاکستان د حکومت د مخالف گوند د تحریک انصاف مشر عمران خان باندې د دغې گوند یوې غړې عایشه گلالۍ چې د پارلمان غړې هم ده، تور لگولی دی چې عمران خان د ښه کردار خاوند ندی او د پاکستان ستره محکمه دې د هغه په ضد دغه الزامات هم وڅیړي.

عایشه گلالۍ د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته دغه خبرې کړیدي.

مېرمن گلالۍ چې د وزیرستان سره تعلق لري او د پاکستان د تحریک انصاف گوند یوه فعاله غړې ده، وایي چې هغه یوه پښتنه ده او په دې وجه د خپل گوند نه استعفا ورکوې چې عمران خان ورته په موبایل غیر اخلاقي میسجونه استولي دي.

کله چې خبریالانو د گلالۍ نه وپوښتله چې خان ورته په میسجونو کې څه ویلي دي نو هغې وویل چې هغه دومره غیر اخلاقي دي چې دا یې د چا سره نشې شریکولې.

گلالۍ په دې برسیره په عمران خان دا تورونه هم ولگول چې د خیبر پښتونخوا د حکومت په ادارې فساد یې ځان نانگاره کړیدی. عمران خان او یا د هغه گوند تر اوسه پورې دغو تورونو ته څه ځواب ندی ویلی.

د گلالۍ د دغو تورونو نه وروسته په ټولنیزو رسنیو باندې مختلف عکس العملونه وښودل شول. ځینې کسانو د گلالۍ او بیا ځینو نورو د عمران خان دفاع وکړه.

د پاکستان د تحریک انصاف گوند په خپل رسمې ټویټر کې د خان دفاع وکړه.

"خان د یو ښه کردار خاوند دی، هغه د ښځو درناوی کوي او هغوې ته د قدرت بخښلو لپاره کار کوي."

د پاکستان یو مشهور جورنالسټ مرتضی سولنگي لیکلې:

"عایشه وایي چې عمران خان د ښځو ناموس او احترام ته خطر پیښ کړی او په پښتونخوا کې یې سیاسي گوند خښ ( بیخې ختم ) کړ."

ځینې کسانو په گلالۍ تور ولگاوه چې غواړي د عمران خان د مخالفینو نه گټه واخلي او هم په دی وجه دا دغه کار کوي. د یادونې وړ ده چې گلالۍ پخوا د بینظیر بهټو د سیاسي گوند سره وه.

اسد منیر چې د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI پخوانې مشر دی، په خپل ټویټر کې ولیکل

"که گوند پریږدې نو پریږده، خو د یو پښتنې او وزیرۍ سره دا سم نه ښکارې چې د هغه کس په ضد دا ډول خبرې وکړې چې د پارلمان غړیتوب یې ورکړ."

د یادونې وړ ده چې په عمران خان دا تورونه په داسې وخت کې لگول کیږي چې هغه د ملک د پخواني صدراعظم نواز شریف په ضد دعوه گټلې ده او هغه یې په سترې محکمې د صدراعظمۍ نه لیری کړ.

که په خان دغه تورونه ثابته شول نو هغه به هم ونکړی شي چې په راتلونکیو انتخاباتو کې برخه واخلي.