صیاد: هیڅوک د جعلې سټکر په جوړولو بریالی شوی نه دی

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تلې د ۲۸ مې پارلماني ټاکنو لپاره شاوخوا نهه میلونو رایې ورکوونکو نومومه ثبت کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس ګلاجان بدیع صیاد وايي، چې که څه هم یو شمیر جعلکارانو به د جعلې سټکرو د جوړولو هڅې کړې وي، خو تراوسه هیڅوک په دې نه دي توانیدلي، چې د جعلې سټکر څخه ګټه پورته کړي.

ښاغلي صیاد، چې د افغانستان د نفوسو د احوال د ادارې له خوا ټاکنو د نوم لیکنې په بهیر کې د ویشل شوو جعلې کاغذي تذکرو په اړه د خلکو اندیښنو ته د ځواب ورکولو په مناسبت د پنجشنبې په ورځ (وږي ۸مه)کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا وړتیا لري، چې د جعلې سټکر او د اصلي سټکر توپیر وکړي.

په غونډه کې د افغانستان د امنیتي او د سیمه ییزو ارګانونو د ادارو استازو هم د ټاکنو د شفافیت په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي صیاد وویل " زه په ډیر افتخار سره ویلی شم، سره له دې، چې د ټاکنو دښمنان ډیر زیات وو، د پروسیې د تخریب لپاره یې مختلفې توطیې په لاره اچولې وې، اما کامیاب نشول، زمونږ یو سټکر هم اوس هم وایم څوک و نه توانیده، چې جعلې یې جوړ کړي او د هغه څخه اسفاده وکړي".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس وویل، چې د دغه کمیسیون له خوا پر کاغذي تذکرو لګیدلی اضافه تائید یا سټکر په ځانګړو کتابونو کې ثبت شوی، چې له مخې که یو څوک د افغانستان له هرګوډ څخه دغه کمیسیون ته سټکر وروړي، کمیسیون یې پيژندلی شي، چې دا سټکرد افغانستان په کوم ولایت او کومه ولسوالۍ کې پر تذکره لګیدلی دی.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس د جعلې تذکرو د ویشلو احتمال رد نه کړ، ویې ویل، چې دغه کمیسیون د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبت ادارې سره تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د جعلې تذکرو څخه نه یوازې د استفادې مخه ونیول شي، بلکې هغوی، چې جعل یې کړی وي قانون منګلو ته به هم وسپارل شي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د راپور له مخې د افغانستان د نفوسو احوال د ثبت د ادارې له خوا د غوايي د ۱۶ مې څخه د چنګاښ تر ۲۶ مې پورې د یو زر او دوه شپیته ټیمونو له لارې په ۳۴ ولایتونو کې څلور میلیونه دولس زره دوه سوه اتلس کاغذي تذکرې ویشل شوي دي.

خو د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبتولو د ادارې د رئیس همایون محتاط د وینا له مخې دغې ادارې د غوايي د ۱۶ مې څخه د چنګاښ تر ۲۶ مې پورې، پنځه میلیونه نوې کاغذي تذکرې ویشلې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د وږي په ۲۵مه د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په مرکزونو کې پیل کړ، چې په ترڅ کې يې دوو پړاونو کې د نهه میلیونو څخه زیاتو رایې ورکوونکو خپل نومومه ثبت کړل.

د افغانستان یو شمیر سیاسي ګوندونه په دومره شمیر د ټاکنو لپاره د نومونو ثبت نه مني او ادعا کوي، چې د نوم لیکنې پر مهال ډیرو کسانو څو ځلې خپل نومومه ثبت کړي دي.

د همدې اندیښنو له امله دا ګوندونه د ټاکنو په ورځ د بیومټریک سیستم له لارې د رایې ورکوونکو د پیژندلو غوښتنه کوي.

خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، ټاکنو ته په پاتې شاوخوا پنځوس ورځو کې د دغې ټکنالوژۍ څخه کار اخیستل ممکن نه دی.

د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي په ګډون د دغو سیاسي ګوندونو د چهار شنبې په ورځ د خپلو غوښتنو لپاره په کابل کې مظاهرې هم وکړې.