د ښځو د کرکټ په نړیوال جام کې هند پاکستان ته ماتې ورکړه

د ښځو کرکټ د نړیوال شل اوریز جام سیالۍ په متحدو عربو اماراتو کې روانې

په متحدو عربو اماراتو کې د ښځو د کرکټ په روان شل اوریز جام کې نن یکشنبه اکتوبر شپږمه (تله۱۵) هند پاکستان او ویسټ انډیز سکاتلنډ ته ماتې ورکړه.

په لومړۍ لوبې کې، چې د دوبۍ په نړیوال میدان کې وشوه، هند د پاکستان د ۱۰۶ منډو هدف په ۱۹م اور کې پوره کړ.

د لوبې غوره لوبغاړې د هند اروندهاتي ریدي شوه. دې په څلورو اورونو کې د پاکستان درې لوبغاړې وسوځولې او ۱۹ منډې پرې وشوې.

په همدې ورځ په دویمې لوبې کې ویسټ انډیز سکاتلنډ ته ماتې ورکړه.

ویسټ انډیز ته د سکاتلنډ د ۱۰۱ منډو هدف په ۱۲م اور کې پوره کړ.

د دغې لوبې غوره لوبغاړي د ویسټ انډیز چینل هنري شوه. دې یو لوبغاړې هم وسوځوله او په ۱۰ توپونو یې ۱۸ چټکې منډې هم وکړې.

د تېرې ورځې په دوو نورو لوبو کې انګلنډ بنګله دېش او استرالیا سري لانکا ته ماتې ورکړې.

بنګله دېش د دغو سیالیو کوربه دی. ټولې لس لوبډلې په کې دي او په دوو ګروپونو باندې وېشل شوي دي.

دا لوبې د اکتوبر په درېیمه پیل شوې او ۱۸ ورځې به روانې وې. ټولې ۲۳ لوبې په شارجه او دوبۍ کې کېږي.