د جرمونو نړیوالې محکمې (ای سي سي) د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۲۱ (لیندۍ لومړۍ) د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، ددغه هېواد د دفاع پخواني وزیر یواو ګالانټ او د حماس د پوځي څانګې مشر محمد ضیف د نیولو حکمونه صادر کړل.
د محکمې د حکم پر بنسټ، د یادو مشرانو تحرکات نه یوازې محدودیږي، بلکې که یاد مشران د نړیوالې جزایي محکمې د ۱۲۴ غړو هېوادونو څخه یوه ته یې سفر وکړي، نو د نیولو له ګواښ سره به مخ شي.
یادې محکمې په یوې اعلامیې کې ویلي: "محکمې د بشري حقونو او جنګي جرمونو د تورونو په اړه، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۸مې څخه د ۲۰۲۴ د می تر ۲۰مې پورې شوي، د نتنیاهو او ګالانټ د نیولو حکمونه صادر کړي دي. "
اعلامیه زیاتوي چې د محمد ضیف لپاره هم ورته حکم صادر شوی دی. د نوموړي د نیولو حکم پداسې حال کې صادریږي، چې اسرائیل ادعا کوي؛محمد المصري چې په محمد ضیف مشهور و، د جولای په ۱۳مه د غزې په جنوب کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی ، خو حماس دا راپور رد کړی دی.
په اعلامیې کې راغلي، چې کافي شواهد موجود دي ترڅو دغه درې کسان په جنګي او د بشریت ضد جرمونو تورن شي.
اعلامیه زیاتوي، چې د یادو کسانو د نیولو حکمونه د شاهدانو د خوندیتوب او په دقیقه توګه د پلټنو د ترسره کولو په موخه، "پټ" ساتل شوي وو. د محکمې په وینا، خو د ورته کړنو د دوام په اړه د اندېښنو له امله پرېکړه وشوه چې اړوند معلومات خپاره شي.
محکمې زیاته کړې: "سربېره پر دې، محکمه باور لري چې د قربانیانو او د هغوی د کورنیو لپاره د دې حکمونو په اړه د معلوماتو خپرول د هغوی په ګټه دي."
دغه حکمونه پداسې حال کې صادریږي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال، کریم خان، د ۲۰۲۴ کال د مې په میاشت کې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د وخت دفاع وزیر یواو ګالانت د نیولو غوښتنه کړې وه. د دې غوښتنې لامل په غزه کې د بشري حقونو سرغړونې او د جنګي جرمونو تورونه وو.
د جرمونو نړیوالې محکمې حکم ته په غبرګون کې د اسرائیل د صدراعظم دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي: "اسرائیل د جرمونو نړیوالې محکمې لخوا دغه بې بنسټه او د یهودیت ضد پرېکړه په کلکه ردوي. "
محکمې همدارنګه ویلي چې د حماس د مخکینې مشر، اسماعیل هنیه د نیولو حکم د هغه د مړینې له امله لغوه شوې دی. هنیه د جولای په ۳۱مه د ایران په پلازمینه تهران کې په یو برید کې ووژل شو. نوموړی په تیرو دوو لسیزو کې د حماس یو له لوړ پوړو مشرانو څخه و، چې په وروستیو کلونو کې یې په قطر کې د دې ډلې سیاسي چارې سمبالولې.
بلخوا حماس د جرمونو نړیوالې محکمې له دغه حکم څخه هرکلی کړی او په یوې رسمي اعلامیې کې یې ویلي:"موږ د جرمونو نړیوالې محکمې څخه غوښتنه کوو چې د ټولو جنایتکارو اشغالګرو مشرانو په وړاندې همداسې اقدامات وکړي. " اعلامیه ددغې ډلې یو لوړپوړی چارواکی، باسم نعیم په حواله لیکلي: "دا پرېکړه د عدالت په لور یو مثبت ګام دی، خو باید ورڅخه عملي ملاتړ وشي. "
همدارنګه د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ سیاست مشر جوزف بورېل ددغه حکم پر پلي کېدو په ټینګار سره ویلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې هغه حکم چې د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو، د هغه د پخواني دفاع وزیر یواو ګالانټ او د حماس د پوځي څانګې قوماندان محمد ضیف د نیولو لپاره صادر شوی، "الزامي" دی او باید عملي شي.
بورېل د اردن په پلازمېنه امان کې د خپل سفر پر مهال وویل: "دا یوه سیاسي پرېکړه نه ده، بلکې دا د یوې عدلي او نړیوالې محکمې پرېکړه ده. د محکمې پرېکړه باید عملي او ورته درناوی وشي."
له هغې راهیسې چې حماس د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه په اسرائیل برید وکړ، اسرائیل د غزې پر تړانګې هوايي او ځمکنۍ بریدونه پیل کړل او ژمنه یې وکړه چې حماس به بشپړ له منځه یوسي.
د اسرائیل د چارواکو په وینا د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۶ کسان په کې ووژل شول او نږدې ۲۵۰ کسان ددغه ډلې لخوا یرغمال ونیول شول.
د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې د غزې په ۱۳ میاشتنۍ جګړې کې لږ تر لږه ۴۴۰۵۶ کسان وژل شوي دي چې اکثر ملکي وګړي دي.
ددغه وزارت د معلوماتو له مخې، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۱ کسان وژل شوي او د جګړې له پیل راهیسې ۱۰۴۲۶۸ تنه ټپیان شوي هم دي.