یونان وایي اروپا کې له اجنبیانو څخه ډار په زیاتیدو دی

د یونان د مهاجرو د چارو وزیر ویلي چې په اروپا کې عمده سیاسي گوندونه د خلکو د رائیو د جلبولو په خاطر "د پردیو نه د ډار اجندا" خپله کړې ده.

د هنگري د بهرنیو چارو وزیر دیمیتریس ویتساس د چهارشنبې په ورځ وویل سره له دې چې اروپا ته د مهاجرو راتگ ډیر کم شوی، خو داروپایي سیاستوالو دغه چلند روان دی.

اروپایي کمیسیون رپوټ ورکړی چې په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کلونو کې چې د اروپا د مهاجرت کړکیچ په اوج کې و، څه دپاسه ٢،٢ میلیونه مهاجر په غیر قانوني توگه د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته راغلل.

د اروپایي کمیسیون د رپوټ له مخې په ٢٠١٦ کال کې اروپا ته د تازه راغلیو مهاجرو شمیر چې پناه یې غوښتې وه ٦٠٠ زره تنو ته راټیټ شوی و.

ښاغلي ویتساس د اروپایي اتحادیې له عمدو گوندونو وغوښتل چې د مهاجرت د ملې په اړه گډ کار وکړي او د هغه په وینا د "اروپایي ارزښتونو" نه دفاع وکړي.

د یونان د مهاجرت وزیر همداشان له اروپایي اتحادیې غوښتي چې پر هغو اروپایي هیوادونو باندې زیات فشار راوړي چې د پناه غوښتنو له منلو نه ډډه کوي.

هنگري، پولند او د چک جمهوریت د اروپایي اتحادیې له هغو هیوادونو څخه دي چې په څرگنده اروپا ته د مهاجرو له راتگ او د هغوی د منلو سره مخالفت کوي.

له بلې خوا د هنگري د بهرنیو چارو وزیر وایي هیواد یې د ملگرو ملتونو د مهاجرو له هغه تړون نه وځي چې په تیر دسامبر کې تصویب شو.

د هنگري د بهرنیو چارو وزیر پتر سیارتو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د مهاجرو په اړه د ملگرو ملتونو نړیوال تړون چې وروستۍ مسوده یې تیره اونۍ خپره شوه ددې هیواد د امنیت سره په تضاد کې دی.

بلخوا د جرمني حکومت یوه نوې هڅه پیل کړې چې مراکش، الجزایر او تونس د امنو هیوادونو په توگه اعلان کړي تر څو رد شوي مهاجر په اسانه توگه بیرته دغو هیوادونو ته واستوي.