په عراق کې چارواکي وایي د دې هیواد په شمال کې د ودونو یو تالار کې د اور لګیدو له کبله لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه شوي او څه باندې ۱۵۰ ژوبل شویدي.
چارواکو دا اردقام چارشنبه سپټمبر ۲۷ (تلې ۵) ورکړي او ویلي یې دي چې پیښه د حمدانیه په ښارګوټي کې شویده.
دا ښارګوټي د موصل په ختیځ کې پروت دی او ډیر اوسیدونکي یې مسیحیان دي.
چارواکو ویلي چې د ودونو د تالار په چت کې داسې تختي ځای پر ځای شوې وې چې په آسانۍ اور اخلي او د خوندیتوب اصول هم پکې کمزوري و.
د هغوي په وینا ښایي همدا علت د ودونو پدې تالار کې د دومره زیاتې مرګ ژوبلې سبب وي.
د عراق د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې د اور له کبله د تالار د چت یوه برخه لویدلې ځکه چې په چت کې لګیدلې تختو په آسانۍ اور اخیسته او هم یې مواد غیر معیاري و.
د پیښې په هکله په لومړنیو معلوماتو کې څرګنده شوې چې د واده په مراسمو کې پټاقۍ هم کارول شوي او ښایي همدا پټاقۍ د اور بلیدو سبب شوی وي.
د عراق صدراعظم شعیه ال سوداني په یوې اعلامیې کې د هیواد عامې روغتیا او کورنیو چارو په وزیرانو غږ کړی چې په اور کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو سره د مرستې لپاره دې د ژغورنې ټول امکانات په کار واچوي.
په عین حال کې د عامې روغتیا وزارت ویلي چې امبولانسونه او نور مرستندیه ټرکونه د مرکز بغداد او نورو ښارونو څخه د نینوي ولایت ته چې دا پیښه پکې شوې، استول شوي چې د ټپي شویو کسانو په درملنې کې مرسته وکړي.
د عراق د نورو سیمو په شان د نینوي په ولایت کې هغه سیمې چې اوسیدونکي یې مسیحیان و په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې غړیو یې کلیسګانې لوټ کړلې او ښار یې وران کړ.
خو په ۲۰۱۷ کال کې چې دا ډله وشړل شوه، خلکو خپل کورونه او کلیساګانې ورو ورو بیرته ورغولې او په ۲۰۲۱ کال کې د نړۍ د کاتولیک مذهبي مشر پاپ فرانسس هم دې سیمې ته ورغلی و.
په عراق کې د ترانسپورت او رغونې په برخې کې د خوندیتوب معیارونه په نظر کې نه نیول کیږي او له همدې کبله وخت ناوخته پکې د اور او نورې داسې پیښې کیږي چې مرګ ژوبله پکې ډیره وي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په یو روغتون کې چې د کرونا په وبا اخته ناروغانو درملنه پکې کیده، اور ولګید او څه باندې ۶۰ تنه پکې مړه شول.
او د اپریل په میاشت کې بیا د بغداد په یو روغتون کې د اکسیجن ګاز ډبو چاودنې څخه وروسته په روغتون کې اور بل شو او څه باندې ۸۰ تنه پکې مړه شول.