د بشري حقونو د څار د سازمان (HRW) یوې چارواکې ویلي چې طالبان د مشروعیت په لټه کې دي او افغان میرمنې د هغوې ددې هیلې د پوره کیدو پر وړاندې په یو ستر خنډ بدلې شوي دي.
د دغه سازمان د ښځو د چارو مشرې میرمن هیدربار د پنجشنبې د ورځې ناوخته نومبر۳۰ (لیندۍ نهم) ددغه سازمان د یوې بلې غړې میرمن سحر فطرت سره یو ځاي په یوه بیانیه کې ویلي چې طالبانو افغانستان کې د ښځو ځپلو ته دوام ورکړی او په دغه هیواد کې ښځې د طالبانو د ډلې د خپلسر نیولو،ګواښونو او شکنجونو سره مخ دي.
میرمن هیدربار ویلي: "طالبان غواړي چې په رسمي ډول د افغانستان د حکومت په توګه وپیژندل شي. افغان ښځینه فعالانې د هغوی ددې هدف د ترلاسه کولو پر وړاندې یو ستر خنډ دي. نړۍ باید د افغان میرمنو ترڅنګ چې د خپل غږ د اوچتولو د لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ دي ډیرې هڅې وکړي".
د بشري حقونو د څار د سازمان په دې بیانیه کې د ژولیا پارسي، ندا پروانې، منیژه صدیقي او پریسا ازاد نومونه چې د طالبانو په بند کې دي یاد کړي دي او ویلي دي چې له دغو ښځینه فعالانو سربیره ډیرې نورې ښځینه فعالانې هم چې تراوسه یې نومونه په ډاګه شوې نه دي د طالبانو په توقیف ځایونو کې ورځې شپې سبا کوي.
د بشري حقونو دغه سازمان ویلي چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم د ښځو پر وړاندې ددغې ډلې نیت څرګند شو.
په بیانیه کې د طالبانو د پریکړو پر وړاندې د افغان میرمنو په چټک ډول اعتراضونو ته اشاره شوې او په ځانګړي ډول په لارو کوڅو کې د ښځو له خوا د "ډوډۍ، کار، ازادۍ" د شعارونو زمزمه کولو یادونه هم شوې ده.
دغه سازمان ویلي چې طالبانو د افغان میرمنو د اعتراضي لاریونونو او د دغو شعارونو ځپلو لپاره د تاوتریخوالي، نیولو او شکنجه کولو څخه کار اخیستی دی.
هیدر بار ویلي: "طالبانو له هغه وخت راهیسې د ښځو نیولویو دوامداره بهیر پیل کړی او د هغوی د [غږ] د چپولو لپاره [دوام ورکړی] چې دا [اقدام] د هغوی کورنۍ ویروي".
د بشري حقونو د څار د سازمان ددغې چارواکې د وینا له مخې ډیرې ښځې چې د طالبانو په بند کې دي هغه معترضې ښځې وې، خو کله چې ښځو په پټه د نجونو د ښوونځیو اداره کول پیل کړل هغوی هم د طالبانو تر برید لاندې راغلې.
د ښځو یوې فعالې دغه سازمان ته ویلي: "زمونږ غړې د خپل او خپلو کورنیو د امنیت په اړه ډیرې اندیښمنې دي. هغوی د دوامدار فشار او د نیولو د ویرې لاندې دي".
د بشري حقونو د څار د سازمان په دې بیانیه کې ویل شوي چې په ډیرو برخو کې هغه ښځې چې نیول شوي، نومونه یې نه دي ښودل شوي ،کورنۍ یې د دې لپاره د معلوماتو د پټولو هڅې کوي چې د هغوی چپ پاتې کیدل به وکولای شي چې د "نیول شویو ښځو ازادي" تضمین کړي او د بند پر مهال د طالبانو ناسمه ګټې اخیستنه به کمه کړي.
دغه سازمان ویلي چې کورنۍ د نیول شویو ښځو د لټولو لپاره چې په جبري ډول ورکې کیږي، ډیرې هڅې کوي او کله چې هغوی پیدا کوي د ورپیښ شوي وضعیت په اړه یې ټکان خوري.
د نیول شویو ښځو د کورنۍ یوې غړې ویلي: "زه نه پوهیږم چې پر هغې به څه تیریږي، د کتنې پر مهال یې ونشو کړای چې خپلې خبرې بشپړې کړي، هغه د څو کلیمو له ویلو وروسته چپ پاتې شوه".
د بشري حقونو د څار د سازمان د وینا پر اساس ښځې د هغوی د کوچینو ماشومانو سره نیول شوي دي او د ناسمې ګټې اخیستنې په شرایطو کې ساتل کیږي او هم کله کله شکنجه کیږي.
دغه سازمان ویلی چې که چیرې دغه ښځې ازادې هم شي طالبان یې لا هم ګواښي که چیرې بیا فعالیت وکړي د هغوی د کورنیو شتمني به ضبط کړي.
طالبانو تراوسه د بشري حقونو د څار د سازمان دغې بیانیې ته غبرګون نه دی ښودلی.
طالبانو په تیرو څه باندې دوو کلنو کې د افغان میرمنو مدني حرکتونه په کلکه ځپلي او پر ښځو د پرله پسې محدودیتونو ترڅنګ یې په لسګونو ښځینه فعالانې په زندانونو کې اچولي دي.
طالبانو د دوو کلنو څخه په زیاته موده کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته نجونې له شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې له زده کړو منع کړي او ښځې یې په پوهنتونونو کې له زده کړو او د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیر دولتي موسسو کې له کار کولو څخه هم منع کړي دي.
ددې سربیره د طالبانو حکومت د کور څخه بهر د اوږده سفر پر مهال د محرم شتون او هم د کور څخه بهر د حجاب د اغوستلو شرطونه ایښي دي او هم یې ښځې د سینګارتونونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته له تللو منع کړي دي.
ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ښځو پر وړاندې د طالبانو د حکومت چلند د جنسیت پربنسټ یو سیستماتیک تبعیض په توګه یاد کړی دی او د طالبانو له حکومت یې ددغه چلند د پای ته رسیدلو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي دا حکومت د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دی او د زده کړو په برخه کې محدودیونه هم دایمي نه دي.