بشري حقونو فعالانو اتحاد: افغانستان لپاره د یو با صلاحیته ځانګړي استازي ټاکل جدي اړتیا ده

د امنیت شورا پریکړه لیک په اړه د بشري حقونو ځینو فعالانو او سیاسي ډلو جلا جلا نظرونه څرګند کړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزوونکي سينيرلي اوغلو له افغانستان او د طالبانو سره د تعامل او ددغه هیواد لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو وړاندیز کړ و چې تصویب شو.

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد په نوم د بشري حقونو یوې ډلې په یوه اعلامیه کې د بشري حقونو له ۲۰۰ څخه زیاتو فعالانو او مدني ټولنې د بنسټونو ۱۰۰۰ نظریاتو ته ځای ورکړی او ویلي دي چې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي ټاکل د یو میکانیزم په چوکاټ کې چې د ارزونې او پلي کیدو صلاحیتونه ولري د افغانستان لپاره یوه جدي اړتیا ده.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د بشري حقونو فعالان غوښتنه کوي چې دا په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي د دفت ( یوناما) ځای ونیسي. ځکه چې یوناما د تیر حکومت سره د مرستې په موخه رامنځ ته شوې وه او د تیر حکومت د وړاندیز پر اساس جوړه شوې وه او اوس مهال افغانستان یو مشروع او رسمي دولت نلري."

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد په باور په تیرو دوو کلنو کې د "یوناما" کړنې د بشري حقونو فعالانو لپاره د اندیښنې وړ وې او په ځینو برخو کې جدي شکایتونه هم موجود وو.

دغو فعالانو ټینګار کړی چې د ځانګړي استازي ټاکل او یا د " یوناما" لپاره بل بدلیل د طالبانو سره د تعامل لپاره باید نه اوسي بلکې د خلکو د ادغام اود نړیوالې ټولنې د دیموکراتیکو ارزښتونو د اصل له مخې اوسي.

د بشري حقونو د فعالانو اتحاد ویلي:" د تیرو دوو کلونو کې د طالبانو د ډلې تروریستي بریدونو او استبدادي واکمني د افغانستان خلکو ته مشروعیت نلري."

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې د ورځې ډسمبر ۲۹ (مرغومې اتم)‌ په پرېکړه لیک کې د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش څخه غوښتل شوي چې د ښاغلي اوغلو د سپارښتونو د ترویج لپاره په ځانګړي ډول د جنسیت او بشري حقونو په برخه کې ځانګړی استازی معرفي کړي.

د افغانستان له ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او همدارنګه د دغه هېواد د خلکو پر دوامداره ملاتړ ټینګار شوی دی.

په عین وخت کې د ارغواني شنبې د ورځو خوځښت هم په یوه اعلامیه کې د ملګروملتونو په پریکړه لیک کې د افغانستان د ناسم بشري وضعیت انعکاس، تروریستي ګواښونو زیاتیدو، افغانستان سیاسي انزوا او د طالبانو له خوا سیاسي او مدني محدودیتونو اړوند مسلوته په ځای ورکولو خوش بینې ښودلې او د "اوسني خواشینوونکي وضعیت څخه د وتلو لپاره یې ملي ډیالوګ یو جدي اړتیا" ګڼلې ده.

دغه خوځښت په اعلامیې کې ویل شوي: "د افغانستان عیني واقعیتونو پر خلاف او د تیرو ناکامو تجربو په دوام ملګروملتونو افغانستان ته د ځانګړي استازي ټاکلو په کار کې د پخوا په څیر ګام پورته کړی چې د امنیت شورا د دوو دایمي غړو روسیې او چین له خوا د ممتنع رایې کارولو او د هغوی اغیز ته په پاملرنې د بریالیتوب چانس یې کموي".

همداشان د مقاومت ملي جبهې مشر احمد مسعود هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو هرکلی کړی دی. ښاغلي مسعود ویلي چې په افغانستان کې د یو مشروع حکومت نشتون ته په پاملرنې د ملګروملتونو د عمومي منشي له خوا د دغه هیواد لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو د پریکړې هرکلی کوي.

طالبانو حکومت له وړاندې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي له خوا د ځانګړي استازي د ټاکلو سره مخالفت ښودلی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیې کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي، ځکه چې ځمکني واقعیتونه ښيي چې افغانستان په شخړه کې ښکېل هېواد نه دی او اوسمهال پکې داسې یو مرکزي حکومت واکمن دی چې د هيواد ګټې ساتلی او مکلفیتونه یې ترسره کولای شي او دا وړتيا لري چې د دوو اړخیزو او څو اړخيزو میکانیزمونو له لارې مسایل مدیریت کړي.